شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهخبریالانو سره د چلند له امله یې پر طالبانو د بې پولې...

خبریالانو سره د چلند له امله یې پر طالبانو د بې پولې خبریالانو ټولنې نیوکې

تاند (چهارشنبه، د قوس ۲۹ مه) پر افغان خبریالانو د طالبانو د رژیم د فشارونو له زیاتوالي سره، د بې پولې خبریالانو نړیوالې ټولنې دغه فشارونه غندلي او طالبان یې د بیان ازادۍ په نابودولو تورن کړي.

یادې ټولنې په تازه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې له تېرې اوونۍ راهیسې نیولي افغان خبریالان بیرته خوشې کړي.

په تازه راپورونو کې راغلي چې طالبانو په کندهار کې د تمدن تلویزون خبریال عبدالرحیم محمدي بندي کړی او په دایکندي کې د نسیم راډیو مسوول سلطان علي جواد یې په ځینو تورونو په بند محکوم کړی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ادعا کړې چې دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د رسنیو او بیان ازادۍ زمینه برابره کړې ده.

د بې پولې خبریالانو د ټولنې په ګډون د رسنیو او خبریالانو ګڼې مدافع ادارې بیا دوی تورنوي چې لسګونه خبریالان یې له بیا واک ته رسېدو سره بندیان کړي او شکنجه کړي او زرګونه نورو د دوی له لاسه افغانستان پرېښی دی.

څه موده مخکې په یوه راپور کې دا هم ویل شوي وو چې د افغانستان نږدې نیمایي تلویزونونه د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره فلج شوي او فعال هغه هم له سخت سانسور او قیوداتو سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب