شنبه, مې 4, 2024
Home+اقتصادي ودې ته څنګه ورسیږو؟

اقتصادي ودې ته څنګه ورسیږو؟

ژباړه او زیاتونه: صاحب الله صابر

د دې لپاره چې بحث اوږد نه شي له ابتدایي خبرو څخه تېریږو ځکه د اقتصادي ودې مفهوم خورا واضح دی، بحث دلته جالبه کیږي چې ولې ځینې هېوادونه د ژوند کولو ښه معیار لري او ځینې په مطلق فقر رکې دي؟ آیا پرمختللو هېوادونو ته د بحران په مقابل کوم تضمین شته. آیا د غریبو هېوادونو لپاره د ودې امکانات شته؟

که د مولدیت بحث ته ځېر شو متوجه به شو چې په هېوادونو کې د ژوند کچه د هغوی د توکو او خدماتو په تولیدي وړتیا پورې اړه لري.

د دې لپاره چې بحث ډېر تخصصي کړو دلته د دولت د هغو سیاستونو چې د اقتصادي ودې لامل کیږي یادونه کوو.

د سپما او پانګونې هڅول:

څرنګه چې پانګه د تولید په جریان کې لاسته راځي یو هېواد کولی شي د خپلې پانګې اندازه بدله کړي که نن ورځ اقتصاد سرمایوی توکې تولید کړي نو سبا به د زیاتو پانګه یزو زیرمو سره دا وکولی شي مختلف توکي او خدمات تولید کړي. موږ اقتصادي وده د تولید د زیاتوالې نتیجه بولو نو اوسنۍ منابع چې په پانګه یزو توکو ولګول شي راتلونکې کې د تولید د زیاتوالي لامل کیږي.

یو اصل دا چې د لا زیاتې پانګونې لپاره موږ اړ یوو چې اوسنی مصرف پریږدو او د اوسني عاید لویه برخه سپما ته تخصیص کړو نو د اقتصادي ودې د ترلاسه کولو یوه لاره د دولت لخوا د سپما او پانګونې هڅول دي چې دا په اوږد مهال کې د ژوند معیار لوړوي.

پانګونه:

څېړنو ښودلې هغه هېوادونه چې د GDP (ناخالص کورنی تولید) لویه برخه په پانګونې لګوي لکه جاپان او سینګاپور د اقتصادي ودې لوړ نرخ لري هغه هېوادونه چې د GDP کمه برخه پانګونې ته ورکوي لکه رواندا او بنګله دیش د اقتصادي ودې ټیټ نرخ لري. مطالعو ښودلې چې د پانګونې او اقتصادي ودې ترمنځ ژور تړاو شته.

د بهرنۍ پانګې جذب:

موږ یوازې پورته د هېواد د اتباعو د سپما کولو او پانګونې ته د هغوی تشویقولو ته اشاره وکړه خو یوازې سپما نه ده چې پانګونه رامنځته کوي بلکې بهرنۍ پانګه اچونه هم د اقتصادي ودې منبع ده.

بهرنۍ پانګونه په دوه ډوله ترسره کیږي

مستقیمه بهرنۍ پانګونه: کله چې د یو شرکت له لورې په یو بل هیواد کې پانګونه وکړي او مستقیماً یی مدیریت کړي.

غیر مستقیمه پانګونه: کله چې بهرنیان د کورنیو شرکتونو اسهام واخلي او مدیریت یی د د کوربه هېواد د اوسېدونکو په غاړه وي.

بهرنیان یوازي د ګټې لاسته راوړلو لپاره پانګونه کوی، اما بهرنۍ پانګونه د اقتصادي ودې لپاره یوه ښه او مناسبه لاره بللی شو.

زده کړي او ښوونه: ښوونه (پر بشري منایعو باندې پانګونه) حتا تر فزیکي پانګونې د هېواد د اوږد مهاله اقتصادي ودې لپاره اهمیت لري.

د ماهرو او غیر ماهرو کسانو په مزد کې لوی واټن شته نو یوه غوره لاره چې د ژوند سطحه لوړوي د تعلیمي مرکزونو جوړلو، د مسلکې زده کړو مرکزونو جوړول، په ټوله کې د خلکو علم ته تشویقول دي.

ځینې اقتصاد پوهان په دې باور دي چې بشري پانګه د اقتصادي ودې لپاره ځانګړی ځای لري. ځکه چې بشري پانګه مثبتې اړخیزې اغیزې لري.

مثبت اړخیز تاثیرات د نورو په هوساینې باندې د یو چا د فعالیتونو اغیزه ده. د بېلګې په توګه، یو لوستی او تعلیم یافته شخص ممکن د توکو او خدماتو د ښه تولید لپاره نوې مفکوره وړاندې کړي چې دې سره په ټولنیزه پانګه کې زیاتوالی راځي او هر څوک ګټه ترې اخیستی شي.

نو افغان حکومت که هر څومره په تعلیمي برخه کې پانګونه وکړي دا د اقتصادي ثبات لامل کیږي.

د مغزونو د وتلو مخه نیول:

زموږ او د نورو فقیرو هېوادونو یو له ستونزو څخه چې ورسره مخ یوو د مغزونو تیښته ده.

د مغز تیښته، نورو هېوادونو ته د اشرافو او تعلیم یافته خلکو مهاجرت کول دي د دې لپاره چې هلته د ژوند له لوړو معیار څخه برخمن شي. باید کور دننه متخصصینو ته د هغوی د مسلک اړوند مسؤليت ورکړو تر څو هېواد ته د خدمت جوګه شي.

سیاسي ثبات:

تر هغو چې په دولت د کورنیو او بهرنیو اتباعو باور رامنځ ته نه شي دوامداره اقتصادي ودې ته رسیدل ناممکنه دي. د حکومت او ملت تر منځ اړیکه باید د ګټې رسولو په بناء وي نه داسې حالت چې حکومت پرته له دې چې د خلکو غوښتنې وپيژني سیاستونه جوړ او پلې کړي.

1 COMMENT

  1. د دوهمی نړیوالی جګړی په پای کی غربی هیوادونو ( ناټو) پریکړه وکړه چی ایټالیا ته د مرستی لاس ور اوږد کړی او مرسته یی ورسره وکړه او د مرستی د ورکولو په مهال یی ورته وویل چی ایټالیا کی فابریکی او کارخانی جوړی کړۍ .
    ولی د ایټالیی چارواکو همدا مرستی د هیواد په تعلیمی ډګر کی ولګولی یو څو کاله وروسته غربیان ( امریکا او ناټو) وپوهیدل چی زموږ مرستی بل ځای کی لګیدلی دی او د ایټالیی له چارواکو څخه پوښتنه وکړه چی ولی مو داسی کار کړی دی؟
    چارواکو ورته وویل ترڅو چی زموږ هیواد په تعلیمی ډګر کی په پښو نه وی دریدلی زموږ هیواد پرمختګ نه شی کولای !
    د هیواد د پرمختیا او پرمختګ لپاره د کاربوهو انسانانو شتون اړین دی بیله لوستو انسانو څخه پرمختګ ناشونی دی نو افغان حکومت که هر څومره په تعلیمي برخه کې پانګونه وکړي دا د اقتصادي ثبات لامل کیږي.!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب