شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهسالنګ تونل له بیارغېدو وروسته پرانیستل شو

سالنګ تونل له بیارغېدو وروسته پرانیستل شو

تاند (چهارشنبه، د قوس ۲۹ مه) د سالنګ لویه لار، چې پلازمېنه کابل د شمال له ۸ ولایتونو سره نښلوي، له رغونې او ترمیم وروسته نن د ټولو پرمخ  پرانستل شوه.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د سالنګ تونل د پرانیستنې په مناسبت غونډې ته وویل چې د سالنګ لویه لار نه یوازې د هېواد له مرکز سره شمالي سیمې نښلوي بلکې د منځنۍ او د جنوبي اسیا په نښلولو کې هم مهمه ونډه لري.

د سالنګ تونل په ګډون د دې لارې پر جوړېدو او ترمیم څه باندې څلور میاشتې کار وشو.

په دې موده کې مسافروړونکو او باروړونکو موټرو له فرعي لارو لکه د پنجشیر او بغلان ترمنځ د خاواک کوتل او دغه راز د بامیان له شیبر لارې کار اخیست.

د سالنګ تونل چې ۲،۶۷ کیلومتره اوږد دی، د پخواني شوروي اتحاد په مرسته د ۱۹۵۸ او ۱۹۶۴ کلونو ترمنځ، په شپږو کلونو کې جوړ شوی و.

په تېرو شلو کلونو کې د سالنګ د تونل او شاوخوا سړک څو ځلې ترمیم شو.

د سالنګ تونل خوله او په دې لاره ګڼ شمېر پلونه د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ په منځ کې د احمدشاه مسعود ځواکونو د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره نړیولي وو.

2 COMMENTS

  1. په دی شل کلونو کی چی دامریکا د ډالرو بوجی راوړل شوی د حکومتونو دڅلورو دری برخی هم داحمد شاه مسعود دډلی په لاس کی وه بیا هم سالنګ تونل اولاره ویجاړه پرته وه بیا هم اسلامی امارت چی په دی لژ وخت او لژو وسایلو یی ورغاوه ۰

  2. الله دی اسلامی حکومت ته د دی ظرفیت هم ورکړی چی وکړی شی یوه تعلیمی طرحه زر تر زره د نجونو د مکاتبو او د ښځو د کار په رابط جوړه کړی تر څو دا حکومت په نړیواله سطح په رسمیت هم و پیژندل شی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب