چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهخپلو مېنو ته د شمال د پښتنو پر ستنېدو د روسیې غبرګون

خپلو مېنو ته د شمال د پښتنو پر ستنېدو د روسیې غبرګون

تاند (چارشنبه، د قوس ۲۹ مه) په تاجیکستان کې د روسیې سفیر سمیون ګریګوریف په یوه مغرضانه تبصره کې خپلو مېنو ته د شمال د کډوال شویو پښتنو بېرته ستنېدو ته له عقدې ډک غبرګون ښودلی.

نوموړي ادعا کړې چې شمالي سیمو ته له پاکستانه د ستنېدونکو افغانانو ستنېدل به امنیتي اندېښنې زیاتې او هغلته قومي جوړښت بدل کړي.

هغه که څه هم په ښکاره د پښتنو نوم نه دی اخیستی، خو اشاره یې د هغو تبلیغاتو پياوړي کولو ته ده چې له څه مودې راهیسې یې ځینې تبعیضي ډلې کوي او ادعا کوي چې ګواکې شمال ته ستنیدونکي پښتانه د دغو سیمو اوسیدونکي نه دي.

د روسي سفیر دغو څرګندونو ته د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل غبرګون کې له امنیتي پلوه د هغه اندېښنه بې اساسه بللې ده.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: له پاکستانه را ایستل شوي کډوال تر پېژندلو وروسته افغانستان ته د دننه کېدو اجازه ترلاسه کوي او په منځ کې د ترهګرو د حضور احتمال نشته.

روسي سفیر دا څرګندونې داسې مهال کړي چې هېواد یې له څه مودې راهیسې د طالبانو خلاف د جنګیدونکي پخواني قومندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود او یو شمېر نور پخواني جنګسالاران مسکو ته بللي او د طالبان خلاف یې ورسره د پټ ملاتړ ژمنې کړي.

3 COMMENTS

  1. روسیه اول هغه روسان هم له روسیه نه ګډه کړی چی د روسیه دشمال وکړی دی او د روسیه حنوب کښې ژوند کوی بیا دې دا انتقاد وکړی له دی معلومیږی چی روسیه هم یو غل او چپاولګر مملکت ده چی دوه غلو لندغرو و فحشا خپرونکو په تبلیغاتو خپلی ښه اړیکی له یو مملکت سره خرابوی

  2. دشمال پښتانه په زوره د شمالی منحوسی ټلوالی او د دوستم ګلجم ملیشو او په شمال کی دپخوانیو پرچمی متعصبو ډلو له خوا له خپلو کلیو او بانډو څخه وشړل شول او زه په شمال کی د هغه وخت یو هغو کسانو وم چی دا هرڅه راته معلوم دی. اوس چی افغانستان خبلو اصيلو دافغان بچو ته په لاس ورغلی هر افغان به خپل کور او کلی ته ځی او هیڅوک یی مخه نشی نيولای انشاالله اوس هغه وخت رارسیدلی چی کاروان تیریګی او سپی غاپیګی

  3. السلام علیکم. بهرنیان چی څه وایی ټول د داخلی متعصبینو له خوا ورته په غوږ کی ځځول شوی دی. دا څو کاله پدرام. خلیلی. محقق مسعود خیلو همدا آوازی خپری کړی او دا دی اوس یی خارجیان او روسان په دی قانع کړل چی ددوی دغه له تعصب ډکه نظر دوی هم تبلیغ کړی، خو پښتانه دومره سست دی چی خپل حق څخه دفاع نشی کولای، په واقعیت نه پوهیږی، خپل دوست او دښمن نشی پیژندلای ایله یوبل ووژنی . د سرفراز خبره بیخی سمه ده. شمال ولایتو ته هغه کورنی ورځي چی د پلرو – نیکو څخه یی هلته ژوند و. البته دغو ولایتو ته د پاکستانی ترهګرو تګ سره ټول افغانان، په تیره پشتانه مخالف دی. ځکه همدی پاکستانی ترورییستانو کلونه کلونه کوزه اوبره پښتونحا کی د پښتنو قتل وایست، مکتبوبه یی ور وران، کلی ویجاړ، سړکونه خراب او روغتونونه یی په بمونوالوځول نور نو پښتنو خپل داخلی، خارجی او پنجابی دښمن پیزندلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب