Homeخبرونهد مصنوعي ځيرکتیا په مرسته له زندانه د عمران خان لومړنۍ وینا

د مصنوعي ځيرکتیا په مرسته له زندانه د عمران خان لومړنۍ وینا

تاند (چارشنبه، د قوس ۲۹ مه) د پاکستان پخواني صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په لومړي ځل د مصنوعي ځيرکتیا په مرسته خپلو پلویانو ته ویډیویي وینا خپره کړې ده.

د هغه ګوند چې دغه وینا یې خپره کړې، ویلي چې د پاکستان حکومت بندي عمران خان ته له زندانه د ویډویي وینا اجازه نه ورکوله، ځکه دوی له مصنوعي ځيرکتیا په مرسته د هغه د ویډیویي وینا جوړولو هڅه وکړه.

په دغه وینا  کې له زندانه د عمران خان د وینا استول شوی متن د مصنوعي ځيرکتیا په مرسته ترتیب شوی.

عمران خان په دغه وینا کې د پاکستان را روانو پارلماني ټاکنو ته په اشارې ویلي چې له دغو ټاکنو د ده په مشرۍ د ګوند محرومول او له سیاسته د ده لیرې بیول به ښې پایلې ونه لري.

د نوموړي دغه وینا له مصنوعي ځيرکتیا څخه د استفادې له امله د پام وړ ګرځېدلې.

ځینو کتونکو ویلي چې د عمران خان ګوند بیا هم له ټیکنالوژۍ څخه د استفادې له پلوه پاکستان کې مخکښ شوی، خو ځینو نورو ویلي چې د دا ډول ویناوو دودول به جانبي زیانونه ولري او کېدای شي ډېرې جعلي ویناوې را مخې ته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...