دوشنبه, مې 6, 2024
Home+د وینې فشار ته پام ولې ډېر مهم دی؟

د وینې فشار ته پام ولې ډېر مهم دی؟

تاند- د وینې فشار ارثي هم وي او یوه بدي یې دا ده چې نخښه نه لري خو درملنې ته یې نه پاملرنه د مرګ سبب کېږي.

څوک چې د وینې فشار یې لوړ وي، پکار ده چې د ورځې دوه ځلې خپل فشار وګوري، سهار له خوبه تر ویښېدو وروسته او همداراز مازدیګر. خو باید وسواسي نه شو. د وسواس او ستریس په صورت کې مو فشار نور هم ممکن لوړ شي. نو ښه ده چې د ستریس او وسواس په وخت فشار اندازه نه کړو.

منظم سپورت، دوه – درې کیلو وزن کمول، د هوږې او ګریپ فروټ خوړل د وینې د لوړ فشار له کمېدو سره مرسته کوي. خو دا کارونه یا خوراکونه د درملو ځای نه شي نیولی. د لوړ فشار لرونکي باید د عمر تر پایه د ډاکتر تر څارنې لاندې درمل وخوري.

ډاکتران ټولو د لوړ فشار لرونکو ته یو ډول نسخې نه ورکوي بلکې هر ناروغ ته د هغه شرایطو ته په کتو درمل تجویزوي.

کوم کسان چې د وینې فشار یې ټیټ دی، په دې شرط چې ګنګسیت یا سربدالي او بله ستونزه نه لري، ټیټ فشار ورته ستونزه نه پېښوي خو که په شکر د اخته کس د وینې قند ډېر ټیټ شول، خواږه ورکړئ.

2 COMMENTS

  1. بهتره به وه چی تاسو د لوړ فشار عوامل هم لږ واضح کړی وای تر څو خلک ېې د مخنېوی ی په اړه کافی پوهه ولری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب