دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهله زنداني کېدو وروسته د منظور پښتون ناڅرګند برخلیک

له زنداني کېدو وروسته د منظور پښتون ناڅرګند برخلیک

تاند (پنجشنبه، د قوس ۱۶ مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي چې د پاکستاني ځواکونو لخوا نیول شوی مشر یې منظور پښتون لا درکه دی او دوی یې له برخلیکه نه دي خبر.

د دغه غورځنګ یو شمېر سرچینو ویلي چې د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد د ترهګرۍ ضد محکمې ته په دې نیت ورغلي چې هلته ممکن خپل مشر ومومي.

ویل شوي وو چې پاکستان ښاغلی پښتون همدغې محکمې ته معرفي کړی او د ترهګرۍ تور یې ور پورې کړی.

کله چې د هغه پلویان او مدافع وکیلان محکمې ته تللي، ورته ویل شوي چې پښتون دلته نه دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او د ښاغلي پښتون ملاتړي نه پوهیږي چې پاکستان هغه چېرته بېولی او په کوم وضعیت کې دی؟

منظور پښتون څو ورځې وړاندې د بلوچستان له چمن سیمې تر هغې وروسته د پاکستان ځواکونو نیولی چې د موټرو پر کاروان یې ډزې شوي.

د هغه نیږدې سرچینو زیاته کړې چې په ډزو د ده یو شمېر پلویان ټپیان شوي، خو خپله پښتون له ډزو روغ وتی.

په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو افغان سیاستوالو او دغه راز په پراخه کچه پښتنو ملتپالو د ښاغلي پښتون نیول له سوله ییز سیاست او بیان ازادۍ سره د پاکستان دښمني او له هر ډول بشري حقونو یې تېری بللی او ژر تر ژره یې د منظور پښتون د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

2 COMMENTS

  1. دداسې ګلخانانو مشر دی د زر کسو د مینځ نه یې یوړ او اوس یې لټوي چې چیرته دی. چې ریاست تاته احترام نلري او سپکوي دې نو ته ګلخان ولې ریاست منې.

  2. بی ادبي د معاف وی چی لرګی هم پکی ووهی دوی به آتڼ ورته کوی او بی غیرتو توپک ته لاس کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب