چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهد خپل بهرني سیاست په بې طرفۍ د طالبانو د رژیم ټینګار

د خپل بهرني سیاست په بې طرفۍ د طالبانو د رژیم ټینګار

تاند (پنجشنبه، د قوس ۱۶ مه)د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د خپل رژیم د بهرني سیاست په بې طرفۍ ټینګار کړی.

نوموړي په علومو اکاډمي کې د افغانستان د بهرني سیاست په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، په هېواد کې د سولې او ثبات د راتلو او د سیمه‌ییزو شخړو د مخنیوي لپاره د افغانستان بې‌طرفي اړینه ده.

د نوموړي په وینا، دوی غواړي چې افغانستان یو خپلواک او بې‌‌طرفه هېواد پاتې شي او د هېڅ پوځي اېتلاف غړیتوب به ونه مني.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چارواکو هم ورته څرګندونې کړي او ویلي چې د بې طرفه بهرني سیاست په جوړولو کار کوي.

د یاد شوي وزارت لپاره د طالبانو د وزیر د دفتر رئیس محب‌الله وثیق وايي: «د افغانستان بهرنی سیاست د معنوي ارزښتونو او ملي ګټو پر بنسټ جوړ شوی او پر بې‌طرفۍ، توازن او اقتصادمحوره سیاست ټینګار کوي. هېچا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې نور هېوادونه وګواښي او نورو هېوادونو ته هم اجازه نه ورکوي چې د افغانستان امنیت ته ګواښ واوسي.»

د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان بیا د طالبانو د رژیم نه په رسمیت پېژندل کېدو ته په اشارې وایي چې دوی باید لومړی د ملي مشروعیت د ترلاسه کولو او بیا د دې مشروعیت په وسیله د نړیوال رسمیت پېژندلو په هڅه کې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب