شنبه, مې 4, 2024
Homeمقالېاسلامد ازدواج په عقد کې د ولایت څرنګوالی| سېلاب کمالپوري

د ازدواج په عقد کې د ولایت څرنګوالی| سېلاب کمالپوري

د ازدواج دعقد په ساحه کې ولایت نسبت مولی علیه ته دوه ډولونه لري چې عبارت دي له:

1 اجباري ولایت 2 غیر اجباري ولایت

اجباري ولایت په هغه چا باندې تطبیقیږي چې اهلیت ونه لري او یا یې اهلیت ناقص وي ځینې وخت دا ډول ولایت د قهري ولایت په نامه هم یادیږي ځکه چې ولي د مولی علیه اړوند چارې سر ته رسوي پرته له دې چې ددوی خوښه او رضایت شرط وگڼل شي البته د اجباري په ولایت کې د پلار او نیکه ولایت شامل دی په همدې اساس پلار او نیکه کولای شي په ترتیب سره هغه کسان چې ددوی په ولایت کې دي په نکاح ورکړي ان که دې مولی علیه رضایت هم نه وي ښه بیلگه یې د کوچنیانو او لیونیانو په ازودج کې د پلار او نیکه واک ښودلای شو.

2 غیر اجباري ولایت

غیر اجباري ولایت هغه ولایت ته ویل کیږي چې دکامل اهلیت درلودنکی باکرې او یا ثییبې ښځې دنکاح دعقد په ترسره کولو کې د دوی په استازولۍ ترسره کیږي البته دا ولایت داستحباب اوندب د ولایت په نوم هم یادیږي ځکه ښه کار دی چې د کامل الاهلیت باکرې او یا کونډې ښځې د ازواج په عقد کې د هغې ولي برخه واخلي او عقد یې منعقد کړي د دې لپاره چې یو کس د بل کس ولي وگڼل شي باید یو شمیر شرطونه ولري چې دا شرطونه په لاندې ډول دي:

1 ولي باید ازادي ولري
2 ولي باید عاقل وي
3 ولي باید بالغ وي
4 ولي باید له مولی علیه سره گډ دین ولري

پورتني شرطونو ته په کتلو کولای شو ووایو چې مریی ؛کوچنی او لیونی ددې لپاره چې د خپل نفس ولایت نه لري نشي کولای دبل کس اړونده چارو ولایت او سرپرستي وکړي په همدې ترتیب ولي او مولی علیه به یو شریک دین لري د بیلگې په توگه که چیرې انجلۍ داسې پلار اونیکه ولري چې یو مسلمان او بل غیر مسلمان وي نو د دی انجلۍ ولایت هغه څوک کولالی شي چې دغه انجلۍ سره گډ او شریک دین ولري.

دوهمه تبصره وکالت

وکالت په لغت کې بل کس ته د ټاکلي عمل اجرا کولو لپاره په هغه کار کې ددندې سپارل او په هغه باندې باور درلودل دي په فقهي اصطلاح کې په خپل مقام باندې د بل کس ودرول او هغه ته په تصرف کې واک او صلاحیت انتقالول دي نو په شریعت کې د داسې کس استازولي جواز لري خو شرط په کې دا دی چې کس د واک او صلاحیت انتقال کوي هغه هم باید دا حق ولري.

نو اړینه گڼل کیږي چې د عقد په وکالت کې مؤکل؛ مؤکله او وکیل کس دبشپړ شرعي او حقوقي اهلیت دلودنکی وي.

د مدني قانون په ۱۵۵۴ مه ماده کې راغلي دي چې وکالت هغه عقد دی چې پر بنسټ یی مؤکل په خپلو تصرفاتو کې بل کس د ځان لپاره استازی نیسي.

کوم صفت چې د وکالت یا ولایت لپاره د عقد په انشاء کې اړین وي وکیل یا ولي هغه ونه لري عقد به د مؤکل په اجازې پورې موقوف وي کسانو ته هم د فقهاوو په عرف کې فضولي وایي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب