جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهمنظور پښتین: پاکستان د افغان کډوالو په اېستبو د پښتنو ترمنځ کرکه...

منظور پښتین: پاکستان د افغان کډوالو په اېستبو د پښتنو ترمنځ کرکه خوروي

تاند(چارشنبه، د قوس۸ مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتن په چمن کې د افغانانو خلاف د پاکستان د وروستیو پریکړو خلاف پرلت کې ګډون او وینا کړې ده.

ښاغلي پښتین په دغه پرلت کې چې د سپین بولدک- چمن پر لاره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزو د حتمي کیدو خلاف له څه باندې یوې میاشتې راهیسې پيل شوی، د وینا پر مهال له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستو پر روان بهیر نیوکې کړي.

هغه زیاته کړې چې پاکستان له دغه کار سره غواړي د پښتنو ترمنځ کرکه او اختلافات زیات کړي.

پښتین په دې اړه نور څه نه دي ویلي، خو ګومان کیږي چې اشاره یې د افغان کډوالو د اېستو په بهیر کې له پښتنو پولیسو او چارواکو د پاکستان ډېره استفاده وي.

پاکستاني پوځ او استخباراتو د افغان کډوالو د اېستو اعلان د موقت وخت لپاره د کېنولي پښتون صدراعظم انور کاکړ په خوله وکړه .

کاکړ په مکرر ډول د افغانانو خلاف پاروونکې ویناوې وکړې چې ځینې خلک یې د پاکستان تر کنټرول لاندې د محکومو پښتنو خلاف تحریک کړل.

د پاکستان د موقت صدراعظم انور کاکړ په خوله د افغانانو خلاف د پاکستاني پوځ او استخباراتو بیانونه، د پاکستان تر واک لاندې د پښتنو له توندو مخالفتونو سره هم مخ شوی.

4 COMMENTS

  1. خدای پاک دي افغان پښتانه هیڅ وخت له پاکستاني ګلخاني پښتنو سره نه يوځای کوي.
    د دې پي ټي ایم او پاکستاني ټغنو د لاسه او غیرته والله که هیڅ هم پوره وي. پنجابیان یی لکه ګړنګن چرګان غوندی هلاکوي خو دوی هسي بی ځایه پرلټونه کوي او چيغي وهي.
    هسي یی د پښتون نوم په ځان ایښئ دي کنه ډیر بی غیرته بی همته خلګ دي.
    افغانانو په سلو کلونو کي د نړۍ دری ستر قدرتونه د خپل سر او وینو په بیه مات کړل خو دا پاکستاني ګلخانان د پنجاب څخه خپل هویت او د خپلي سيمي یا ایالت نوم نشي ترلاسه کوای.
    د دوی ټوله مرداري، بی غیرتی، بی هویتی او بی حيثيته له هغه غفارک ټغک څخه را پیل شوي ده.
    نر پکی يوازي ستر خوشحال خان خټک ؤو د مبارزه یی هم په توره او هم په قلم کوله.

  2. دا تر اوسه چیرته و چې افغان مهاجر بې عزته او لوټ شو، دا پرلتونه دوی د خپلو ګلخانانو لپاره کوي چې کاروبار یې خراب شوی باید افغان لوری هیڅ پاکستانی بې وېزې پرینږدي او دا د قبایلو په نوم وزارت هم ختم کړي. دوی زمونږ لپاره څه کړي چې مفت امتیازونه اخلي.

  3. سلامونه،
    زما په فکر ، په ۲۱.مه پیړۍ کښې منظور احمد پشتین (پښتون) او پی ټی ایم یوازینی حرکت دی چې د لراوبر پښتنو/افغانانو چیغه ې د دوی د حق خود ارادیت لپاره پورته کړله؛او له پنجابي اسټبلشمڼت او پوکستاني انګریزی پروژې نه او له شومو هدفونو چې دپښتونخوا/بلوچستان/افغانستان په باب لري، پرده لرې کړله ؛په هره موضوع کې ېې د مظلومانو، شهیدانو کورنیو، ورک کړل شویو ، بندیانو او مهاجرو آان سندیانو او کشمیریانو سره خواخوږي کړیده. نور نو څه وکړي؟ فلسفه ې عدم تشد د یا نه تاوتریخواله ده..
    امید خان او سلیمان جان روکیانو لږ ېې سړه خورئ او د استقلال جګړه کې د وزیرستان تاریخ وګورئ!!!
    هیله ده چې خپه نه شئ!

  4. د پنجابي دیکتاتور په مقابل کې د لرو پښتنو همدومره زور رسیږي . زیاته ګیله هم ترې نه ده په کار . که مونږ لږ په پښو ودرېږو او له دوی سره هر اړخیز ملاتړ وکړای شو ، بیا به هرڅه سم وي . خو پنجاب د همدې هدف لپاره په هرو درې – پنځو کلونو کې د افغانستان دولتونه له منځه وړی ، ټول وسله وال پوځ یې نیست او نابودوي . پرځای یې نور خلک راولي او دایمي تضاد ته لمن وهي . د افغانستان خلک په قومونو ، ګوندونو ، ژبو او نورو اختلافونو سره ویشي . مسلکي کدرونه یې فرار ته هڅوي ، د ښوونځیو دروازې ورباندې تړي . موجوده ښوونځي ، پلونه ، روغتونونه او هر دولتي تاسیسات ورباندې ورانوي .
    په تاسف سره زمونږ واکمنان چې د پنجابیانو په مدرسو او یا ښوونځیو کې روزل شویدي ، د پنجابي او ملا فضلو ډیزلي او حقاني مدرسو د جاسوسانو تر قوماندې او مشورې لاندې پورته ذکر شوي مرضونو ته کار کوي او هغه عملي کوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب