یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد تورخم له لارې د باري موټرو تګ راتګ ودرول شو

د تورخم له لارې د باري موټرو تګ راتګ ودرول شو

تاند (سې شنبه، د عقرب ۳۰ مه) په ننګرهار ولایت کې چارواکي وايي، د تورخم لار نن د باري موټرو د تګ راتګ پر مخ بنده شوه.

د تورخم کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب باختر خبري اژانس ته ویلي دا لار وروسته له هغه د باري موټرو پر مخ بنده شوه چې پاکستان د افغان باري موټرو د چلوونکو لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط کېښود.

مولوي یعقوب وايي چې د پاکستان د دې اقدام په وړاندې دوی هم د پاکستاني موټر چلوونکو لپاره د پاسپورت او ویزې لرلو شرط اعلان کړ او د دې کار په نتیجه کې له نن ماسپښین څخه په تورخم کې د باري موټرو تګ راتګ تم شوی دی.

تر دې مخکې د دوو هیوادونو د تجارتي بار موټرچلوونکو بې پاسپورت او ویزې تګ راتګ کولی شوای.

د سیاسي او اقتصادی چارو کتونکي وايي، له دې کبله چې افغانستان په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل شوی حکومت نه لري پاکستان په یو اړخیز ډول پرېکړې کوي.

پاکستان تر دوو میاشتو د ډېرې مودې لپاره په کراچۍ بندر کې د افغانستان د سوداګرو شاوخوا ۳ زره کانتینره تجارتي مال ایسار کړ او له افغان سوداګرو څخه یې هره ورځ زرګونه ډالر د دیمریج په نامه واخیستل.

همدارازا یې د چمن – سپین بولدک ترمنځ د ځايي خلکو د تګ راتګ مخه نیولې ده چې له کبله یې د دې سیمې د لسګونو زرو اوسیدونکو اقتصاد ته سخت مالي زیان اړولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب