دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد انرژۍ وزیر : د برېښنا په تولید کې د ایران...

د انرژۍ وزیر : د برېښنا په تولید کې د ایران او نورو تجربو ته اړتیا لرو

تاند (سې شنبه، د عقرب ۳۰مه) د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزیر وايي، د دې لپاره چې افغانستان د برېښنا په برخه کې په ځان بسیا شي، د برېښنا په تولید کې د ایران تجربو ته اړتیا لري.

مولوي عبداللطیف منصور دا خبره د ایران د سفر په ترڅ کې له ایراني رسنیو سره په مرکه کې وکړه او د ایران د اوبو د حق په اړه د پوښتنې په ځواب کې یې یوازې وویل«که کافي ورښتونه وشي، ایران ته به اوبه پرېښودل شي.»

منصور زیاته کړه:«اوسنۍ وچکالي یوه الهي ازموینه ده او دا یوازې ایران نه دی بلکې افغانستان او نوره اسیا هم له وچکالۍ اغېزمنه شوې ده، که بارانونه وشي دا ستونزه به حل شي.»

منصور د ایران د سفر په ترڅ کې د دغه هیواد د برېښنا د صنعت نندارتون هم وکوت.

دی وايي چې له ایران څخه د وارداتي برېښنا د تعرفې د کمولو او په افغانستان کې د برېښنا په تولید کې د ایران د پانګونې په اړه یې له ایراني چارواکو سره خبرې کړي دي.

ده زیاته کړه:«حقیقت دا دی چې موږ انرژۍ ته زیاته اړتیا لرو، هڅه کوو چې د اوبو د برېښنا، لمریزې برېښنا او بادي برېښنا د تولید په برخه کې د ایران، تاجکستان، او ازبکستان له تجربو زده، کړو چې څنګه موږ په افغانستان کې برېښنا تولید کړو او په ځان بسیا شو.»

له منصور څخه بیا بیا د ایران د اوبو د حق په اړه پوښتنې وشوې. ده په ځواب کې وویل چې د وچکالۍ ستونزه یوازې د افغانستان او ایران نه ده بلکې د ټولې سیمې ده. په افغانستان کې ډېر خلک د وچکالۍ له کبله په هلمند او نیمروز ولایتونو کې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.«دا یو ستر الهي امتحان دی. دعا کوو چې باران واوري او دا مسله حل شي.»

1 COMMENT

  1. منصورصاحب الله غفار دِ والدین وبښه دِ ټولو حقدارانو سره؛ ښه فورمولیک ، عالمانه او دِ امت له
    شان سره مناسبه او ښایسته خبره مو کړیده،
    د انرژۍ وزیر : د برېښنا په تولید کې د ایران او نورو تجربو ته اړتیا لرو، جزاک الله احسن الجزا.
    یعنی انسان دِ نورو له تجربو باید استفاده وکړی او ورته اړ دی؛ خصوصا دِ ساینس او تکنالوجی په میدان کی .
    دا عین حال کی د ندیم غیر علمی حرکت د ۵۰۰ بورسونو په وړاندی هم ردوی او انسان د نورو له تجربو
    او علومو بی نیاز کیدی نشی خو تر دوولسم صنف پوری ښه پخه تربیه غواړی چي سالم او غانم خپل
    هیواد ته راستون او مثبت فعالیتونه تر سره کړای شی ،دا مزل په ښه سرعت سره ۲۰ ـ ۳۰ کاله غواړی
    خو اوس لازمی دا ده چي خپل متخصصین وساتی او د نړۍ په سطح په خپلو متخصصینو پسی لټون او دعوت شروع ، او هغه شخصی نظریات چي باقی ، ندیم او امثالهم باد کړی ،ترمیم او له ضعیفو برخو یی براءت اعلان شی ، ځکه دا وزارت ، صحت ، زراعت ، مخابرات ، ساینس او تکنالوجی ، فارمسی ،موثر معاصر دفاعی وسایل او ماشین آلات او ځینی نور آلات او مربوطه علوم
    یی هغه څه دی چي نور یی لری او موږ ورته شدیداََ اړ یو؛ نو دا ښه آغاز بولم .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب