Homeخبرونهد افغانستان پولې ته نژدې په زاهدان کې زلزلې ۲۵ تنه ټپیان...

د افغانستان پولې ته نژدې په زاهدان کې زلزلې ۲۵ تنه ټپیان کړي

تاند (سې شنبه، د عقرب ۳۰ مه) د افغانستان نیمروز ولایت ته نژدې د ایران په سیستان او بلوچستان کې د زلزلې له کبله د دغه ولایت په مرکز کې لږترلږه ۲۵ تنه ژوبل شوي دي.

د دې زلزلې، چې نن سهار وختي وشوه، شدت د ریښتر په حساب ۴ اعشاریه ۷ درجې اټکل شوی او مرکز یې تر مځکې ۱۰ کیلومتره لاندې اعلان شوی دی.

ډاکتران وايي، د زاهدان ښار روغتونونو ته اکثره وړل شوي ټپیان د ودانیو د نړېدو له کبله نه بلکې د زلزلې په ترڅ کې له کوره د وتلو په مهال د پرزېدو یا په زینو کې د لوېدو په اثر ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي چې د زاهدان د ډېرو ودانیو دېوالونه چاک شوي دي.

په همدې حال کې د سیستان او بلوچستان ولایت نورو سیمو ته پلټونکې ډلې استول شوي چې د احتمالي مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه معلومات راټول کړي.

له زلزلې وروسته اکثره خلک د کورونو په ځای پارکونو ته لاړل او ټوله شپه یې په ازاده فضا کې تېره کړه. زلزله د شپې په ۱۲ بجې او ۴۴ دقیقې وشوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...