دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهپکتیا کې یو ۶۰ کلن سپین ږیری له پوهنتون څخه فارغ شو

پکتیا کې یو ۶۰ کلن سپین ږیری له پوهنتون څخه فارغ شو

تاند (دوشنبه، د عقرب ۲۹ مه) د غلام حضرت په نوم یو ۶۰ کلن سپین ږیری د پکتیا پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له پښتو څانګې فارغ شو.

نوموړی د زرمت ولسوالۍ اوسیدونکی دی او مخکې یې د ښوونکي په توګه رسمي دنده لرله.

هغه اوس مهال په خپله سیمه کې زده کوونکو ته وړیا تدریس کوي چې ځایي خلک یې له کړنو خوښ دي.

غلام حضرت زیاتوي چې د زده کړې ځای یې د استوګنې له سیمې نیم ساعت لیرې و.

د هغه فراغت او له زده کړو سره مینه د ډېرو خلکو له هرکلي سره مخامخ شوې ده.

غلام حضرت په فارغ وخت کې په خپله ولسوالۍ، زرمت کې ۷۰ نجونو ته وړیا زده کړه ورکوي.

ده پر ځوانانو ږغ کړی چې تعلیم وکړي.

د نوموړي هڅونکو ویلي، چې دی د زده کړو د ترویج یوه ښه بېلګه ده او واکمن رژیم ته یې پيغام دا دی چې باید نجونې او ښځې زده کړو ته پریږدي.

د پکتیا پوهنتون له بیلابیلو پوهنځیو سږ کال ۱۵۰۰ محصلان فارغه شوي او د لیسانس سندونه یې ترلاسه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب