دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد چمن پرلت والو د سپین بولدک - چمن لار بندوي

د چمن پرلت والو د سپین بولدک – چمن لار بندوي

تاند(دوشنبه، د عقرب ۲۹ مه) د سپین بولدک او چمن ترمنځ د ډیورند کرښې د دوو خواوو د اوسیدونکو د بې وېزې تګ راتګ پر بندیز اعتراض کوونکو خبرداری ورکړ چې دا لار د ټولو پر مخ بندوي.

په چمن کې له یوې میاشتې راهیسې زرګونه کسانو د پاکستان د حکومت د پرېکړې په اعتراض کې پرلت پیل کړی دی.

دوی دا اعتراض هغه مهال پیل کړ چې د پاکستان لنډمهاله حکومت په یو اړخیز ډول پرېکړه وکړه چې نور هیڅ افغان د وېزې او پاسپورت له لرلو پرته پاکستان ته نه پرېږدي. دا په داسې حال کې ده چې د انګریز استعمار له مهاله په دې لاره د هغو کسانو تګ راتګ ازاد و چې کرښې ته نژدې پراته دي.

د پرلت یوه مشر غوث الله اڅکزي اعلان وکړ چې سر له نن (دوشنبې) مازدیګره د چمن – سپین بولدک پر لویه لار هیڅ ډول تګ راتګ ته اجازه نه ورکوي او تر نامعلومې مودې پورې به دا لار بنده وي.

اعتراض کوونکو ویلي، دا لار به تر هغو خلاصه نه کړي چې غوښتنه یې منل شوې نه وي.

پرلت والو له سوداګرو هم غوښتي چې په دې لار خپل تجارتي مالونه یونه سي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب