جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+  انحصاري ذهنيت، تبعیضي سياست او ړوند تقليد

  انحصاري ذهنيت، تبعیضي سياست او ړوند تقليد

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

د تيرو پنځو لسيزو په اوږده موده کې  په هېواد باندي د تحميل شويو حاکمانو لخوا د هغوى د ناوړه او ناشولتو پريکړو، دوکو او دسيسو په ګرداب کې د ورک ملت په ژوند کې  د مسلسلو ناخوالو او فاجعو په هکله ارزونې او انګيرنې ډير څه را زده کولاى شي خو دَ موږ له تيرو غلطيانو څخه د زده کړو کلتور نه لرو. زموږ په عنعنوي مذهبي ټولنه باندې پرته له دې چې زموږ کلتوري شاخصونه په پام کې ونیسي د ډنډې په زور د اصلاحاتو په نوم پردي کلتورونو او د پرديو په لمسونه د پرديو افکارو او نظريو تپلو انجام مو وليده.

له واکمنو ډلو سره د واک د انحصار فکر او د نورو د نفى کولو ذهنيت، د نوښتونو راوستلو په نوم  د مشرانو لخوا افراطي اړخ خپلول، له بهر څخه تپل شوي فرمايشات، په ټولنه کې د زده کړو ښکته کچه او پرديو يرغلونو مو هېواد کنډواله او ټولنه وپاشله. د امتيازاتو د ويش سياست،  د مقدساتو، او ملي ارزښتونو له نوم څخه سياسي ګټه پورته کول او د ځينو سياستوالو لخوا د قوم، ژبې، سمت، جنس او قشر د حقونو په نوم خائنانه سياستونو زموږ په ړوند تقليد باندې عادت ټولنه ددې پرځاى چې له نړیوالو سره په هسکه غاړه د ژوند تيرولو سيالي وکړي د نړيوالې ټولنې د اوږو بار وګرزولو او د خپلواکي ګراف مو متأسفانه نزولي پړاوونه وهي خو موږ يې نه منو.

شک نشته چې د پخواني برم او عظمت د بيرته ترلاسه کولو  هيله له  ټولو افغانانو سره شته خو دَ دغې موخې ترلاسه کول د پرديو په مغرضانه لګښت باندې په پنځه ستوريز بلډينګونو کې په ناسته نه کيږي بلکې د وطن په بانډو او حجرو کې له خپلو وطنوالو سره په وطني ټغر باندې د کيناستو او د زحمتونو ګاللو لپاره تياري ته اړتیا لري. که زموږ ځوانان د هېواد د ابادي او خپلواکي لپاره سرونه قرباني ورکوي نو سياسيون ولې د لوړو ملي موخو او د ولسي عزت وقار او وياړونو تر لاسه کولو لپاره مادي امتيازات نشي قربانولاى؟

زموږ تراژيدي له څو کسو بهرنيانو او د هغوى د استخباراتي اژانسونو له اجنټانو سره په کيناستو، د هغوى په ژمنو او جزوي ملاتړ په ښودلو نه حل کېږي. که يوازې د پرديو ملاتړ زموږ ستونځې حل کولاى شواى نو د جمهوريت په مهال تقريباً ټوله نړۍ د افغانستان ترڅنګ ولاړه وه خو نتيجه مو مخته پرته ده. که څه هم زموږ ستونځه بهرني ابعاد لري او بهرنى ملاتړ ته اړتیا لرو خو زموږ تر ټولو ستره نيمګړتيا د سياسي مشرتابه لپاره د ولسي باور لاس ته راوړل دي او همدغه اړين باور ترلاسه کول له امتيازاتو څخه تيريدو ته اړتیا لري. ولس بايد ډاډ ترلاسه کړي چې د سمون او بدلون د مبارزې مخکښان يې هر وخت تر څنګ ولاړ دي، دوکه ورسره نه کوي او د امتيازاتو هوس نه دي پسې اخيستي.

په کابل کې د اوسيدو له امله ځمکني جريانات، قضاياوې، پېښې، ستونځې، نيمګړتياوې او مثبت اړخونه په سترګو وينم له هر ډول خلکو سره مو ناسته پاسته خبرې اترې کيږي. د خپلو مشاهدو له مخې وړانديز کوم چې افغانان په سياسي مشرانو باندي د سولې، يووالي، پرمختګ، حقونو، عدالت، نجات او ژغورنې په نومونو دوکه شوي غولول شوي دي. اوس د هيڅ شخص ډلې په خبرو باور نه کوي او باید و يې هم نکړي. که تاسو يا هو نور دوستان احياناً د وطن خاورې ولس او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره هوډ لرئ او ځانونه مطرح کول غواړي نو هر مشر يا لارښوده شورا به په ليکلي ډول د امتیازاتو د نه غوښتلو او په هيڅ صورت کې د نه منلو ليکلى تعهد کوي او د راتلونکې لپاره به د ځمکنیو عيني واقعیتونو پر بنسټ ولاړ خپل بشپړ پلان وړاندي کوي.

زموږ ټولنه په کراتو مراتو د سياسي سوداګرو په هوايي ژمنو او شعارونو باندي  غوليدلې ده، د سياستوالو کړنې او ملي ګټو ته د هغوى  ژمنتیا يې د مشرتابه معيار نه وو، د خپل ورور وژل يې سپيڅلى عمل ګڼلى،  بيکاري، محرومیت، لوږه بې عدالتي او حق تلفي يوازې په تقدير پورې تړله او چا ته يې هم د پړې ګوته نه نيوله، استبداد او ظلم يې د ابتلا او ازمويښت په کتار کې  راوستلى دى او يوازې د صبر کول يې ورباندې ښه کړنه ګڼلې ده،  د حق له غوښتلو څخه لاس په سر کيدل يې د مصلحت تر پوښښ لاندې راوړي دي، چوپه خوله پاتې کيدل يې بهترين عمل ګڼلى دى، سياسي او ټولنيز حاکمیت يې په هر حال کې واجب الاطاعت او لازم الاحترام منلى دى، د هغو خلکو چوپړ يې په ځان لازم ګرزولى دى څوک چې هغوى ته د چوپړتياوو برابرولو لپاره د هېواد له ملي شتمنيو څخه امتيازات اخلي، نو نتيجتاً اوس ويښ نيکمرغه ملت نه دى  د احتياج بيوزلي او بيکاري له امله له نړيوالې ټولنې سره په هسکه غاړه ژوند نشي کولاى.

اوس مو د سياست ستنې د ملي ګټو يا هم ټولنيزو اهدافو درلودلو د دعوو ترشا د ځان لپاره د امتيازاتو په غوښتلو د شخصي ګټو ترلاسه کولو باندي راڅرخيږي. ځينې پرديو اجنتانو خو د عصبيت اجنډا تعقیبول د خپلو لومړيتوبونو برخه ګرزولې ده.  ددغو بدمرغيو بنسټيز لامل زموږ په ټولنه کې په پټو سترګو د اپارچونستانو تقليد کول دى، سیاستوال مو د هېواد د ښيرازه کولو او د خلکو د هوساینې  پرځاى خپلو شخصي ګټو ، مادي امتیازاتو ترلاسه کولو، واک ترلاسه کولو یا هم له ځان سره د واک ساتلو ته لومړیتوب ورکوي.

د تير ناکام جمهوريت په مهال مو وليدل چې ځینې ​​​​سیاستوالو  په  رشوت، اختلاس، کار نااهلو ته د سپارلو، د خپلوانو په پاللو په فساد کې ښکېل وو.  هغوى يقيناً د ښې حکومتولي رامنځته کولو، ټولنیزو اقتصادي پراختیاو، یا په ښه توګه د عامه خدماتو وړاندې کولو پرځاى خپلومالي ګټو يا شخصي ځواکمنتیا ته لومړیتوب ورکاوه. يا هم هغه سیاستوال چې د خپل سیاسي موقف لوړولو په هدف په تفرقه اچوونکو تاکتیکونو، قومي ژبنيو جنسيتي او قشري تعصباتو را پارولو  په شعارونو او بیاناتو ولس غولوي، د تفرقو، اختلافاتو او تعصباتو کښت، د غلطو معلوماتو خپرول، یا له ټولنیز تنوع څخه سياسي ګټه پورته کولو په موخه د ملي خيانتونو په ارتکاب هم صرفه نه کوي.

کله چې په سیاست کې د امتيازاتو غوښتلو، د خپلوانو او اشنايانو د نازولو او پاللو اجندا مطرح کيږي د ښې حکومتولي بنسټونه نړول کيږي، له ملت سره واټن رامنځته کيږي د خلکو باور له منځه ځي، د ټولنیزو مسلو په حل کې د پرمختګ مخه نیول کیږي، د فساد، نابرابرۍ، د واک انحصاري کولو، د حساب ورکولو او په حکومتولي کې د روڼتيا له منځه وړلو  ته لاره هواريږي. سياسي اختلافات باید داسې خلا رامنځته نه کړي چې ملت سره جدا کړي بلکې  باید د مخالفتونو ترمنځ د پلونو جوړولو لامل شي ترڅو د هرې زاویې په لور حرکت وکړاى شو.

په نظام کې له شخص محوري او په ګروپي موخو باندې له متمرکز سياست سره د مبارزې لپاره دا اړینه ده چې د ړوند تقليد پرځاى په تعاملاتو او کړنو کې د روڼتیا د حساب ورکونې دود ته د ودې ورکولو لپاره مبارزه وشي. د فساد پر وړاندې د پريکنده اقداماتو کولو لپاره د خپلواکو  بنسټونو  رامنځته کولو او داسې فرهنګ ته د ودې ورکولو له لارې ترلاسه کېدای شي چې د خلکو اړتیاوو او هیلو ته لومړیتوب ورکوي.  له دې څخه ورهاخوا د پوهې په ګاڼه سمبال  ولسونه چې د آزادو او خپلواکو رسنیو لخوا یې ملاتړ کیږي، د سیاستوالو د حساب ورکونې، مسئوليت منلو، اخلاقي چلن او پالیسیو په غوره کولو کې مهم رول لوبوي.

2 COMMENTS

  1. سلام
    که دا لوبې نه وی نو بیابه انډیوالی ، معامله ګری ، واسطه او وسیله، لافې او باټی او دا نور بندیزونه څه ډول بڼه لری موږ خو همدې لوبو کې زاړه شولو چې په هیڅ ایین کې عملی مفهوم نه لری .

    • سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
      خبره مو يقيناً سمه ده. موږ د پرديو په لوبو او د خپلو د جيبونو ډکولو په اوږد سفر کې ستي شوو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب