شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد حدودو د تطبیق په نوم د خپلو مجازاتو پر دوام د...

د حدودو د تطبیق په نوم د خپلو مجازاتو پر دوام د طالب چارواکو ټینګار

تاند (دوشنبه، د عقرب ۲۹ مه) د طالبانو یو شمېر چارواکو پرون د افغانستان د علومو اکاډمۍ په انګړ کې د یوې غونډې پر مهال د حدودو د تطبیق په نوم د خپلو مجازاتو پر دوام ټینګار کړی او دا یې د بشري حقونو د نه نقض سبب ګڼلی.

طالب چارواکو د دغو مجازاتو د ننګې لپاره په علومو اکاډمۍ کې د علمي سیمینار په نوم غونډه کړې او د دغو مجازاتو عملي کول یې د امنیت د تامین سبب ګڼلی.

د سترې محکمې د تمیز لپاره د طالبانو د رژیم رییس محمد شریف رحماني ویلي:«په هغو هېوادونو کې چې اسلامي نظام راغلی او حدود پکې جاري دي د خلکو سر، مال او عزت پکې خوندي دی.»

په دغه سیمینار کې د علومو اکاډمۍ لپاره د طالبانو مرستیال امیر جان ثاقب ادعا کړې، په هېواد کې د شرعي حدودو په جاري کېدو سره د ټولو خلکو سر، مال او عزت خوندي او عدالت تطبیق کېږي.

امیر جان ثاقب وویل:«په دنیا کې چې څومره پرمختللي نظامونه دي په هېوادونو کې يې د حدودو له تطبیق پرته امنیت نه دی راغلی، خو په کومو هېوادونو کې چې اسلامي نظام دی ښه امنیت تامین دی.»

طالب چارواکو دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې ګڼ نړیوال بشري سازمانونه او افغانان د یوه قانوني – مشروع عدلي نظام په نه موجودیت کې د حدودو په نوم د طالبانو مجازات د بشري حقونو او انساني کرامت نقض بولي.

له دې سره، یو شمېر خلک له علمي او اکاډمیکو مرکزونو څخه د خپلو کړنو د توجیې لپاره د طالبانو دا ډول غونډې نقدوي او وایي علمي مرکزونه نه باید د سیاسي موخو لپاره وکارول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب