شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد ماشوم نړیواله ورځ او د افغان ماشومانو ناوړه وضعیت

د ماشوم نړیواله ورځ او د افغان ماشومانو ناوړه وضعیت

تاند (دوشنبه، د عقرب ۲۹ مه) نن دوشنبه د نومبر ۲۰مه د ماشومانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

دا ورځ په داسې مهال نمانځل کیږي، چې د میلیونونه افغان ماشومان وضعیت د واکمن اقتصادي ناورین، فقر او کړکېچن حالت له امله د اندېښنې وړ ګڼل شوی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه ماشومان له لوږې سره مخ دي او اټکل کیږي چې په ۲۰۲۳ کال کې به په افغانستان کې څه باندې دوه میلیونه او ۳۰۰ زره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

د روادارۍ سازمان د یوه ۳۱ مخیز راپور په خپرولو سره د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ماشومانو له سیاسي او مدني حقونو څخه د سرغړونو د زیاتېدو خبر ورکړی دی.

جبري ودونه، له ماشومانو جنسي استفاده، د سرغړونکو ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی، د طالبانو له خوا د کم عمره نجونو سره ودونه، په دیني مدرسو کې د ماشومانو جنسي ځورونه، د پوځي سرتېرو په توګه له ماشومانو کار اخیستل، په ماشومانو کې د ځان وژنې هڅې، په ښوونځیو کې له ماشومانو سره تاوتریخوالی او ناوړه چلند. هغه موارد دي چې په دې راپور کې يې د زیاتوالي یادونه شوې ده.

طالب چارواکو د یاد شوي راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب