یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د نمرود د اور په وژلو کي د مرغۍ مرسته

د نمرود د اور په وژلو کي د مرغۍ مرسته

عبدالباري جهاني

نقل کا چي کله نمرود د ابراهیم علیه السلام په تسلیمولو او د واحد رب له عبادت کولو څخه په راګرځولو کي ناکام سو نو له یوه غره څخه تر بله غره پوري یې اور بل کړ او ابراهیم یې، په ټال یا منجنیق کي، ور وغورځاوه. یوې مرغۍ په مشوکه کي اوبه را اخیستې وې او غوښتل یې چي د نمرود د اور په وژلو او د ابراهیم په ژغورلو کي کار ورڅخه واخلي. چا پوښتنه ورڅخه وکړه چي دا یو څاڅکی اوبه به د نمرود د اور په وژلو کي څه مرسته وکړي؟ مرغۍ جواب ورکړ چي زما همدومره په وس پوره دي. د چا چي ډېر وس رسیږي هغه دي خپل کار وکړي.

حدیث دی چي وايی که د ظالم لاس لنډولای نه سی او په خوله څه ورته ویلای نه سی نو لږترلږه په زړه کي نفرت ورڅخه وکړی.

زه چي د خپل وطن لیکوالانو، شاعرانو او پوهانو ته ګورم نو د نمرود اور او د مرغۍ مشوکه مي را په یاد سي. که د فلسطین د اور په وژلو کي هیڅ مرسته نه سی کولای، چي ریشتیا هم زموږ هیڅ په وس نه دي پوره، که د افغانستان د اوسني حالت د بهترولو په لاره کي یو ګام نه سی پورته کولای نو لږترلږه د خپلو قلمونو په سلوکي لس خو ورته متوجه کړی. په زړونو کی خو د بشریت او د خپل هیواد غلیمانو ته نفرت وښیاست. د لیکوال وظیفه له خپل وطن څخه په تښتېدلو او د آرام ساحل ته د ځان په رسولو نه ختمیږي. لیکوالان او شاعران باید یو ځل خپل سرونه ګرېوانونو ته ټیټ کړي او وګوري چي موږ څه لیکو؟ او که د مضمون او شعر لیکل هیڅ ګټه نه لري نو بیا ولي په خپلو لیکنو او شعرونو د خلکو وخت ضایع کوو؟

زه چي د خپلو لیکوالانو لیکنو او د شاعرانو شعرونو ته ګورم نو داسي ښکاري لکه په نړۍ او وطن کي چي هیڅ پېښه نه وي سوې او هر څه ګل و ګلزار وي. زموږ په سلو کي نیوي یا حتی زیات مضامین او شعرونه د هیواد او نړۍ له روان وضعیت سره هیڅ ډول اړخ نه لګوي. شاعران مو تر اوسه پوري ګودرونه په خوب ویني او د خیالي پایزیبونو شرنګا ته سرونه غورځوي. او یا په خپلو شعرونو کي له داسي کلماتو او ترکیباتو څخه کار اخلي چي زه یې د یوه سپین ږیري شاعر او لیکوال په حیث په معنا نه پوهېږم. او که یې زه په معنا نه پوهېږم نو دا شعرونه به یې چاته لیکلي وي؟

نن مي، په یوه ویب سایټ کي، د یوه لیکوال او شاعر محترم عبدالغفور لېوال پر مضمون سترګی ولګېدې چي د «ناروغ او د درملني ارزښت» تر عنوان لاندي یې لیکلی وو. ښه مضمون وو؛ خو لېوال بیا هم خبره په شف شف کي ختمه کړې وه. وه وروره! شفتالو ووایه. نور د کنایو وخت نه دی. لېوال لیکلي دي چي ناروغ نه ډاکټر ته ځي، نه پرهېز کوي او نه دوا خوري او چي د ډاکټر، درملو او پټۍ خبره ورته یاده کړې نو ټولو ته بد رد وایی ګواکي ناروغ تر ناروغۍ زیات په ډاکټر او درملو غوسه دی.

د لېوال صاحب مضمون ځکه زه خپل ځان ته متوجه ګڼم چي زه پخپله په همدغو ناروغانو کي یم. دونه باید ووایم چي موږ له ډیري پخوا څخه ناروغ یو خو د ناروغۍ سخت حالت مو د ۱۳۵۷ کال د ثور له کودتا څخه پیل سوی او تر نن پوري هره ورځ تر هغی بلي سخت سوی دی. دا وخت ښايی لېوال صاحب لا ماشوم وو او په ښه او بد به نه پوهېدی.

زه له لېوال صاحب څخه مننه کوم چي زه یې په داسپینه ږیره او د عمر په وروستیو شپو ورځو کي خپلي ناروغی ته متوجه کړم. خو پوښتنه مي دا ده چي څوک خو دي په دې څه باندي ۴۵ کلونو کي یو حاذق او ریښتونی طبیب وښيي چي افغانان ورته ورغلي نه وي او د هغه په قول یې کړي نه وي.

زه ډېر لیري نه ځم؛ ځکه چي خبري ډیري بېځایه اوږدیږی. کله چي امریکایانو او ناټو( چي هر وخت یې فقیر ته سلا یوه ده او د فلسطینیانو روان قتل عام یې ښه مثال دی) د سپټمبر د یوولسمي د حادثې په پلمه پر افغانستان باندي یرغل وکړ او د یرغل په جریان کي یې د بُن، په اصطلاح، جرګه را وبلله او، له ګلبدین څخه پرته یې، چي ښايی کومي بلي ورځي ته به یې ساتلی وي، د ټولو پخوانیو جنایتکارانو څخه یو نمایشي غونډه جوړه کړه او د افغانستان لپاره یې داسي حکومت جوړ کړ چي ټولو جنایتکارانو ته یې، چي محترمي او زړه وري ملالۍ جویا، وحشي حیوانانو ته په بشپړه بې احترامي، هغوی د باغ وحش لایق وبلل، ونډه ورکړه. له هغې شومي ورځي څخه بیا تر نن پوري، چي د افغانانو رنځونه ورځ تر بلي زیات سوي دي، کوم حاذق طبیب ښودلای سی چي رنځورو افغانانو یې یا پر خبره غوږ نه دی نیولی او یا یې د هغه درمل قبول کړي نه دي؟

په دې څه کم پنځه ویشتو کلونو کي کوم طبیب د افغانانو پر وینو باندي تجارت نه دی کړی او کوم طبیب درمل ورته راوړی دی؟ په کوم نامه پر هغوی باندي سیاسي تجارت نه دی سوی؟ تر سلو زیات ګوندونه، چي ما هر وخت واړه او لوی دوکانونه بللي دي، ورته جوړ سوي او هر یوه خپله ناروا ګټه کړې او په خپله مخه تللي دي. په دې صورت کي ناروغ ولي پر طبیب او درملو په غوسه نه وي؟

ښاغلی لېوال! څه موده مخکي دي په همدې ویب وسایټ کي لیکلي وه چي دا وطن سپارتاکوس ته اړتیا لري. آهای څوک شته؟ ما سمدستي درته ولیکل چي هم تحصیلکرده، هم ځوان او لیکوال او شاعر یې. ته پخپله سپارتاکوس یې مخ کي سه. ته ولي مخ کي نه سوې. دا ستا نقص نه دی. عمومي سیاسي فضا داسي راغلې ده چي که ته مخ کي سوی وای ښايی پنځه تنه درپسي تللي نه وای. ګواکي نه سپارتاکوس په ځان باور نه لري او نه خلک په سپارتاکوس پسي ځي. دوې درې میاشتي مخکي، په بهر کي میشتو افغانانو د زوم له لاري یوه جرګه جوړه کړې وه او ماته یې هم د وینا کولو بلنه راکړې وه. په هغه جرګه کي ټولو وینا والو ډیري احساساتي ویناوي وکړې او تقریباٍ ټولو د ملي اتحاد ږغ پورته کړ.

کله چي زما نوبت سو نو ما ورته وویل چي « دا وطن که په بیانیو جوړېدلای نو په دې څه باندي څلوېښتو کالو کي په لس هاوو زره ویناوي ورته سوي او په لس هاوو زره شعرونه او مضامین ورته لیکل سوي دي. خو له بده مرغه، هغه چي د ملي اتحاد چیغي وهي هغه د بې اتفاقی اور ته لمن وهي. کنه دا یې ګز دا یې میدان. زه په دې جرګه کي اکثر برخه وال نه پېژنم. خو مهرباني وکړی یو مخ کي سی زه درپسې یم»

 هیچا ږغ ونه کړ. علت یې دا دی چي هیڅوک د سپارتاکوس کېدلو جرأت نه لري او په مقابل کي هیڅوک په هیڅ سپارتاکوس باور نه سي کولای. ځکه داسي نوم نسته چي دوی په هغه نامه غولول سوي نه وي.

البته اوس هم ناوخته نه دی. یو څوک مخ کي سی. شف شف مه کوی سم شفتالو ووایاست. که زه ډېر بوډا او ناروغ نه وای ما به پخپله یو څه کړي وای. تاسي باور وکړی دغه ګړی چي مي مضمون لیکی ډاکټر مي ټلفون راته وکړ او هدایتونه یې راکړل. زه د مشرتابه نه یم خو تر هغو چي مي په وجود کي حرکت وي قلم به په شعر او نثر درته چلوم.

1 COMMENT

  1. ښایسته لیکنه او معقول دلایل.
    د ثور له کودتا رانیولی بیا تر ننه زموږ حکومتونه د پردیو له خوا د د دوی د ګوډاګیانو په وسیله جوړسوی.
    له داسی حاکمانو د خیر او خدمت تمه درلودل هم د هوښیارانو کار نده.
    اصلا زموږ ملت له دومره ترخو تجربو وروسته هم درس ندی اخیستی او لا هم څوک د یوه او څوک د بل جنایتکار پلوی کوی.
    مننه محترم استاد ،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب