دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهپه هرات ولایت کې نن بیا زلزله وشوه

په هرات ولایت کې نن بیا زلزله وشوه

تاند (پنجشنبه، د میزان ۲۷مه) یوې نسبتاً شدیدې زلزلې نن سهار یو وار بیا هرات ولایت او شاوخوا سیمو ته ټکان وکړ.

د امریکا د جیالوجیکي سروې د راپور له مخې، د دې زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۴ اعشاریه ۱ درجې و چې د څو مخکینیو زلزلو پرتله کم و.

د دې زلزلې مرکز د هرات ښار د شمال لوېدیڅځ په څو کیلومترۍ کې تر مځکې ۱۰ کیلومتره لاندې بلل شوی دی.

تراوسه پورې د زلزلې له کبله د تاوانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

په همدې منځ کې د ملګروملتو د بشري مرستو د تنظیم اداره، اوچا وايي چې د هرات په ۶ زلزله ځپلیو ولسوالیو کې نژدې ۶۶ زره تنه په مستقیم ډول له زلزلو اغېزمن شوي دي.

مخکې دې ادارې ۳۴ زره تنه اغېزمن بللي وو.

د اوچا د معلوماتو پر اساسا ۲۸۹ کلي، چې اکثره یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي، شدید اغېزمن شوي دي.

د دې اوونۍ د یکشنبې د ورځې زلزلې شاوخوا ۳۰ کلي وران کړل. ډېر نور لومړۍ زلزلې ویجاړ کړل چې تر دې یوه اوونۍ وړاندې شوې وه.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت اعلان کړی چې د هرات د زلزله ځپلو لپاره نوي پاخه کورونه جوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب