یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+په افغانستان کې اقتصادي  فرصتونه او ننګونې

په افغانستان کې اقتصادي  فرصتونه او ننګونې

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

افغانستان د خپل جيوپوليتيک او جيواکانوميک ارزښتناک موقعيت له امله  نه يوازې مرکزي او سويلي اسيا سره نښلوي بلکې د اسيا په ستره وچه کې يې د زړه اهمیت خپل کړى دى. دغه هېواد د ګاونډيانو، سيمه ييزو او نړيوالو ځواکمنو هېوادونو لپاره د امنیتي اندېښنو، د اقتصادي موخو او  د ستراتیژیکو اهدافو لپاره ستر ارزښت لري. د سيمه ييزو او نړيوالو رقابتونو له امله ډيرى هېوادونه په افغانستان کې خپل فزيکي او يا هم نيابتي شتون يقيني کوي او په اهمیت باندې يې معامله يا سودا قطعاً نشي کولاى.

د ځمکنۍ جغرافيې دغه برخه د ارزښتناکو معدني زيرمو له درلودلو څخه ورهاخوا د کيمياوي او اوسپنيزو ترکيباتو اولس نورې پراخې زيرمې هم لري چې د خورا پيچليو او پرمختلليو بريښنايي وسائطو او ابزارو په جوړولو کې مهم او ارزښتناک عناصر ګڼل کېږي. افغانستان همدغه شان له مرکزي اسيا څخه سويلي اسيا ته د انرژي د لېږد دهلېز اهمیت خپل کړى دى. له يادو ټولو فرصتونو څخه ګټه پورته کول په يقيني توګه د هېواد د سياسي زعامت په هر اړخيزه پوهه، پراخ نړيوال ليدلوري او د روانو رقابتونو د حساسیت په هکله د سياسي زعامت په سياسي نبوغ پورې تړاو لري.  د سيمه ييزو رقابتونو او د افغانستان د اقتصادي زيرمو د تالا ترغه کولو په تړاو د پرديو ارادو درک، په همدغه هکله د مسلکي کادرونو لخوا انډوليزه تګلاره جوړول، په مسلسل ډول د تګلارو څارل، ارزول او سمول افغانستان ته حياتي ارزښت لري.

د افغانستان د  ارزښتناکو معدني زیرمو  ارزښت  ټریلیونونه ډالر اټکل شوى دى.  پداسې حال کې چې دا سرچینې د هېواد د اقتصادي ودې  لپاره فرصت برابروي خو د راسپړلو، څارنې او مدیریت چارې يې په فني او تخنیکي ډول راسپړلو او د مسلکې ادارو لخوا  تلپاتې څارنو، عوائد يې د هېواد د ځان بساينې او د ولسي ژوند د ښېرازه کولو په برخه کې په شفاف ډول مصرفولو ته اړتیا لري. شک نشته چې د افغانستان حکومت د نړیوالو شریکانو تخنیکي او مالي ملاتړ، کورني او بهرني مشروعیت او د شفافې حکومتولۍ موډرنو سیسټمونو رامینځته کولو ته اړتیا لري، ترڅو اړينې پانګه اچونې ته لاره پرانستل شي، او ډاډ ترلاسه شي چې ګټې يې په انډوليزه توګه د افغانانو د ټولنيز ژوند په لوړولو باندې لګيږي.

  زموږ هېواد په جغرافیایی لحاظ په داسی سیمه کی موقعیت لری چی د انرژی د لېږد په برخه کې د مهم ترانزیتی دهلیز په توګه ورڅخه د ګټې اخیستل کيدو ظرفیت لري .  د انرژي پراخو سرچینو د درلودلو له امله بډایه د مرکزي آسیا هیوادونو ته د نږدېوالي او د سویلي آسیا ، مینځني ختیځ او اروپا د وصل کولو په برخه کې د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله، افغانستان کولاى شي د تیلو ، ګازو او بریښنا په شمول د انرژي د لېږد او د يادو هېوادونو د نښلولو لپاره د ځمکني ټرانسپورټ مهم مرکز وګرزي.

رقابتونه؛
د رقابتي ملحوظاتو پربنسټ پورته يادو شويو موخو ته له رسيدو څخه وړاندي زموږ د هېواد لپاره سیاسي ثبات، امنیتي ډاډمنتوب ، په حکومتولۍ کې اصلاحات او له سیمه ییزې همکاري رامنځته کولو ورهاخوا د اړتیا وړ پانګونې جلبول ټولې هغه مهمې اړتیاوې دي چې  د افغانستان راتلونکې ټاکي.  دغه اړتياوې پوره کول د سکې يو مخ جوړوي او بل مخ يې له  يادو سرچينو څخه په دوامداره او متوازن ډول د ګټې اخیستلو وړتيا ترلاسه کول به په يقيني توګه د مثبتو بدلونو د رامنځته کولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.
.
چين د افغانستان د ګاونډي هېواد په توګه په سينکيانګ ايالت کې او روسيه د مرکزي اسیا په هېوادونو کې د افراطیت له خپريدو، د ترهګرو ډلو له نفوذ او د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ګډې اندېښنې، خو جدا ګټې لري. البته امریکا له چين سره د افغانستان د معدني زيرمو په هکله رقابت ته ملا تړلى ښکاري، خو د افغانستان او لويديځ ترمنځ ستر جغرافيايي واټن، جیوپولیټیک ناڅرګند وضعیت، په افغانستان کې د اړینو پرمختلليو, زیربناوو نشتوالى،  سیاسي بې ثباتي، او  امنیتي اندیښنې د امریکا په وړاندې له چين سره د سيالي کولو په برخه کې سترې ننګونې ثابتېدای شي.

په هرصورت که د افغانستان حاکمیت داسې متوازنه ستراتيژي ترتیب کړي چې ننګونې په فرصتونو باندي بدلې کړي، نو  لویدیځ هیوادونه کولاى شي په اغیزمنه توګه سالمې سیالي ته را ودانګي.  هغوى په عمده توګه پرمختللي ټیکنالوژی لري، د چاپیریال د خوندیتوب او ټولنیزې حکومتولۍ په برخه کې تخصص او په زړه پورې نورمونه لري، او د دغه شان د سرچینو د را سپړلو په تړاو د حساب ورکوونکو سوداګریزو کړنو په برخه کې د شفافیت رامنځته کولو تجربه لري.  له افغان چارواکو سره په همکارۍ، د کانونو د راسپړلو په هکله د کړنلارو د ترتیبولو او د پانګونې د مناسب چاپېریال په رامنځته کولو سره، لوېدیځ کولاى شي شته ننګونې فرصتونه وګڼي او د سالم رقابت رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.

که د افغانستان لخوا جامع، متوازنه او په مسلکې توګه ترتيب شوې تګلاره نه وي، نو په افغانستان کې د معدني زيرمو راسپړل ممکن لاندي ستونځې رامنځته کړي؛

1.  امنیتي ننګونې: افغانستان له لسیزو راهیسې د امنیتي شخړو، سیاسي بې ثباتي او اقتصادي ستونځو کې ښکېل هېواد دى.  په دغه هېواد کې د پرتو زيرمو د ترلاسه کولو لپاره د زبرځواکونو منفي رقابتونه کولاى شي په ځوان نسل کې د بيکاري او ناهيلي له لوړې کچې څخه ګټه پورته کړي او نيابتي جګړو ته د امکاناتو د برابرولو له لاري په افغانستان کې د ستونځو د پراختيا او پيچلتيا لامل وګرزي.

2. په چاپيريال اغيزې: د منرالونو د راسپړلو په برخه کې اکثرا په لویه پیمانه پيچلي صنعتي عملیات شامل دي. په سمه توګه له مديريت، د اړينو مقرراتو او له مسلسلې څارنې پرته، د کانونو د استخراج پروسه د تولنيزو ستونځو لامل ګرزيدلاى شي.

3. اقتصادي انحصار: په داسې حال کې چې د منرالونو استخراج کولی شي افغانستان ته اقتصادي ګټې راوړي، خو یوازې په معدني زيرمو باندې د اقتصادي سکتور د تکیه کول افغانستان ته خطرونه هم لري.   په نړیواله کچه د معدني اجناسو په نرخونو کې د احتمالي بدلون له امله د مارکيټ په تقاضا کې بدلون د افغان اقتصاد لپاره جدي پایلې درلودلاى شي، چې د اقتصادي بې ثباتۍ او احتمالاً د ټولنیزې ناکرارۍ لامل ګرزيدلاى شي.

4. جیوپولیټیک سیالي: د افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې د امریکا، چین او روسیې تر منځ سیالي یوازې د اقتصادي ګټو له مخې نه ده بلکې جیو پولیټیکل ملحوظات هم پکې ستر رول لري .  هر هیواد هڅه کوي د خپلو صنعتونو لپاره مهم منرالونو ته لاسرسی خوندي کړي او په نورو هیوادونو تکیه کمه کړي.  دغه جيو پوليټيکي سيالي کولای شي په افغانستان کې وضعيت نور هم پېچلی کړي.

5. اداري فساد او د حکومتولي ننګونې: افغانستان له اوږدې مودې راهیسې له اداري فساد او کمزوري حکومتولي له ستونځې سره مخ دى.  د منرالونو د منابعو لپاره سیالي کولاى شي دا ننګونې لاپسې زیاتې کړي، د فساد او غیرقانوني فعالیتونو لپاره فرصتونه رامینځته کړي.  د روڼتيا او د حکومتولي له حساب ورکوونکو میکانیزمونو پرته، د کانونو د استخراج ګټې به افغان ولس ته ونه رسیږي، شونې ده چې د فساد، بې عدالتي او ټولنیزې ناکراریو د زیاتیدو لامل کیږي.

په پایله کې، د افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ ناوړه سیالي به د افغانستان لپاره ګڼ خطرونه او ننګونې ولري، چې پکې سیاسي بې ثباتي، چاپیریالي او ټولنیزې اغیزې، د اقتصادي انحصار زيانونه، جیو پولیټیکل سیالي، او فساد شامل دي. دا هم واقعيت دى چې د افغانستان لپاره له خپل جغرافيايي موقعيت او له خپلو پراخو زيرمو څخه په لوړه کچه ګټه پورته کول به په کور د ننه له سيستماتيکو اصلاحاتو ورهاخوا په سیمه ایز ثبات، سيمه ييزو همکاريو، او د باور وړ زیربناوو لکه پایپ لاینونو او د ريلوى لاين ترانسپورتي شبکو په جوړولو ته اړتیا لري.  د جيو پوليټيکي کړکېچونو حل کول او د سيمه ييزې همکارۍ پياوړتيا به د يادو اقتصادي پروژو لپاره خورا ستر اهميت ولري. دا د افغانستان لپاره مهمه ده چې د منل شويو شفافو مقرراتو په پلي کولو، د روڼتیا او حساب ورکونې د یقیني کولو، او دوامدارې پراختیا ته د لومړیتوب ورکولو له لارې خپلې معدني سرچینې په احتیاط سره اداره کړي.

1 COMMENT

  1. سلام
    زموږ لوستی ، نیمه لوستی او نالوستی داټول په بدلون باور نه لری. ۱۴۰۰ کاله مخکې دالله په ارشاد دبدلون غږ شوی ټر او یر کارپوه اوسیاستوال چکش اوسندان ،شتولتن بیرک او ګلم جم هم کار ور نه کړ څوک په قطر کې دشلمې خوری او څوک دکابل دسالګرو په خسا ارګ کې سالګرې پالی . بدلون خکه نه راځی چې له نړیوالو میلمنو خبله کوربه والا دقدرت وږی او تږی اوشوقی یو هرڅوک خپل اندیوال،ډله او پېژندګلوی پالی.
    خدای ج دې د مټکور په غضب ککړ کړی اوبه له همغه ورخه خړی دی. وحید عمر نانځکه ، حمدالله تکنیشن. فضلی، ګنګه بسم الله خان ، اسد الله خالد ، عبدالرازق این زاغ وان زاغ تور بانجڼ او ترخی مولیو افغانستا ن له ناوړه ننګونو سره مخامخ کر دادومره دروغجن سیاه لشکر وه چط حد نه لری اوس دې ماشوم لطیف نظری ته ګوره او اقتصادته! کما کان کبوتر با کبوتر باز با باز کند همجنس باهم پرواز
    ضرابی خپله نغاره ډبوی سرمست اوس دموسیقی ترانه وایی .کور ودان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب