جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد واګې له لارې د هند او افغانستان ترمنځ سوداګري به ژر...

د واګې له لارې د هند او افغانستان ترمنځ سوداګري به ژر پیل شي

تاند (جمعه، د جوزا۲) د افغانستان او هندوستان ترمنځ د واګې له لارې سوداګري به له کوچني اختره وروسته بیا پیل شي.

په واګه بندر کې، چې له امرتسر ښاره ۲۸ کیلومتره لېرې د پاکستان په پوله کې دی، د ګمرک یوه جګپوړي مامور د پنجشنبې په ورځ هندي رسنیو ته رسنیو ته وویل «موږ ته له مرکزه یو لیک رارسېدلی چې په هغه کې د دوو هیوادونو ترمنځ د پاکستان له لارې د سوداګرۍ د ژرپيیلولو لارښوونې شوي.»

د هند مرکزي حکومت د واګې – اتاري بندر له لارې له افغانستان او پاکستان سره سوداګري راکړه ورکړه د مارچ په دیارلسمه د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ودروله.

د امرتسر د ګمرک کمیشنر دیپک کومار ګوپتا وویل «زموږ ټیم تیار دی. سوداګري راکړه ورکړه کېدای شي له کوچني اختره یعني د مې له ۲۷ وروسته، چې په پاکستان کې رخصتي ده، پیل شي. تر دې وړاندې د واګې په خوا کې څوک کار نه کوي. خو تر دې دمه مو رسمي معلومات نه دي ترلاسه کړي چې بندر به دقیقاً کله پرانیستل کېږي.»

د روانې مې په ۱۷ مه د پاکستان حکومت له افغانستان سره د تورخم او چمن – سپین بولدک بندرونه په اوونۍ کې د ۶ ورځو لپاره پرانیستل. په امرتسر کې واردوونکي هم هیله لري چې له افغانستان سره سوداګري ژر پیل شي.

د کریانا د وچې مېوې د فدرېشن ريیس انیل میهرا وویل، هندي واردوونکي تمه لري چې له افغانستان څخه وچه مېوه، طبي بوټي، ځیره او نور مواد خپل هیواد ته وارد کړي.

د ده په وینا د افغانستان او هند ترمنځ واردوونکو او صادروونکو د کورونا وایرس له کبله په سوداګري راکړه ورکړه کې د ځنډ په خاطر ډېر تاوان کړی دی.

ده وویل، هند او افغانستان د اتاري – واګې بندر له لارې د کال د څه باندې ۱۰۰۰ کروړ هندي روپیو معادل راکړه ورکړه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب