شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاوچا د هرات په زلزله کې د وژل شویو شمېر څه باندې...

اوچا د هرات په زلزله کې د وژل شویو شمېر څه باندې ۱۰۰۰ تنه ښيي

تاند (دوشنبه، د میزان ۱۷ مه) د ملګروملتو د بشري مرستو د همږغۍ اداره، اوچا وايي چې د هرات په زلزله کې ۱۰۲۳ تنه مړه شوي دي.

خو د وروستیو معلوماتو له مخې، په دې زلزله کې لږترلږه ۲۵۰۰ تنه مړه شوي دي.

د اوچا پر اساس، د زلزلې په قربانیانو کې ۵۱۶ تنه بې درکه دي، یعني مړي یې لا موندل شوي نه دي او ۱۶۶۳ تنه ژوبل شوي دي.

د دې ادارې پر اساس دې زلزلې ۱۱۵۸۵ تنه یا ۱۶۵۵ کورنۍ اغېزمن کړي دي.

اکثره ټپیان د هرات ښار په حوزوي روغتون کې بشتر شوي دي.

په دغه روغتون کې حاضردمه ۵۵۲ تنه زلزله ځپلي تر درملنې لاندې دي چې د هغو په منځ کې ۱۹۹ ښځې، ۴۳ ماشومان او ۸۱ نارینه دي.

د شنبې په ورځ هرات او شاوخوا ولایتونه شدیدې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۲ درجې و، ولړزول. په دې زلزلې پسې، چې مرکز یې له هرات ښاره ۴۰ کیلومتره لېرې په زنده جان ولسوالۍ کې و، لږترلږه ۵ نورې زلزلې وشوې.

تر ټولو ډېره مرګ ژوبله او تاوانونه په زنده جان ولسوالۍ کې پېښ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب