تاند (دوشنبه، د میزان ۱۷مه) د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو نن (دوشنبې) په ټېلفوني خبرو کې د هرات د زلزلې د ورانیو په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان په دې پېښه د خواشینۍ او خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ له افغان زلزله ځپلو سره د بشري مرستو ژمنه وکړه.
د طالبانو د باندنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل پر اساس، د طالبانو د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي خپل ایراني ساري ته د سیمې د وروستي وضعیت په اړه معلومات ورکړل.
تکل وايي چې امیرعبدالهیان د زلزلې له قربانیانو سره بشري مرستو او نورو همکاریو ته د خپل هیواد چمتووالی وښود.
د شنبې په ورځ هرات او شاوخوا ولایتونه شدیدې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۲ درجې و، ولړزول. په دې زلزلې پسې، چې مرکز یې له هرات ښاره ۴۰ کیلومتره لېرې په زنده جان ولسوالۍ کې و، لږترلږه ۵ نورې زلزلې وشوې.
تر ټولو ډېره مرګ ژوبله او تاوانونه په زنده جان ولسوالۍ کې پېښ شوي دي.
د وروستیو معلوماتو له مخې، په دې زلزله کې لږترلږه ۲۵۰۰ تنه مړه شوي دي.
د ملګروملتو د بشري مرستو د همږغۍ اداره، اوچا وايي چې دوی د ۱۰۲۳ تنو مړینه تایید کړې، ۵۱۶ تنه بې درکه دي او ۱۶۶۳ تنه ژوبل شوي دي.
د دې ادارې پر اساس دې زلزلې ۱۱۵۸۵ تنه یا ۱۶۵۵ کورنۍ اغېزمن کړي دي.