شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونههرات ته د ملابرادر سفر، طالب چارواکي پر مرستندویو موسسو انتقاد وکړ

هرات ته د ملابرادر سفر، طالب چارواکي پر مرستندویو موسسو انتقاد وکړ

تاند (دوشنبه، د میزان ۱۷ مه) د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په مشرۍ پلاوی په هرات کې له زلزلې وروسته وضعیت د ارزولو لپاره دغه ولایت ته تللی دی.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد، هرات ته د ښاغلي برادر د سفر په اړه پر خپله ایکسپاڼه کښلي چې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ پلاوی د زلزله ځپلو سیمو د لیدلو په هدف نن سهار هرات ته ولاړ.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د رسنیو د مرکز مشر مولوي نعیم الحق حقاني د زلزله ځپلو سیمو د کتنې په ترڅ کې پر مرستندویو موسسو انتقاد وکړ، ویې ویل:«بهرنۍ مرستندویې موسسې چې تل د ښځو او ماشومانو د حقونو د دفاع ادعا کوي، اوس چیري دي؟»

ده وویل چې د هرات په زلزله کې تر ټولو ډېرې ښځې او ماشومان مړه شوي دي.

2 COMMENTS

  1. طالبانو دموسساتو دفترونه بی له کوم منطقی دلیل وتړل ، افغانی مامورین یی بی عزته کړل. سره له هغه هم دا دی همدا نن هم له نړی څخه ټنونه درمل او صحی ټیمونه هرات ته ورسیدل، نو نخری او ګیلی ولی کوئ. ایا تاسو د پاکستانی پولیسوپه لاس د مهاجرو دځورولو، د بیګناه مهاجرو د وژنی او د هغوی د بدن د غړو پری کولو او په زنانه وو د ظلم بازخواست کړی. ترتاسی بهرنی موسسات اومرستی یی سل واره ښه دی. بهرنیانو د څووم ځل لپاره پاکستان ته پیسی ورکول ومنل په دی شرط چی مهاجر ونه ځوروی. خو اماتر خوله نشی چینګولای

  2. مؤسسې به پرېږدو یوې خواته….. له کفر څخه مرستي ولي غواړو..

    تاسو خپله د یوه مسؤل په توګه څه وکړل؟ له زلزلې څخه تر اوسه ۴۸ ساعته لا ډېر تيريږي، لا هم ستاسو مرستي چيري دي؟ ولي تر اوسه نه یاست توانېدلي چي مړي له خاورو را وباسئ….

    تاسو باید په همغه لومړنیو لسو ساعتو کي دومره قوه لېږلې وای، چي درست کلي يې پلټلي وای، ژوندي بند خلک يې را ایستلي وای، او شهیدان يې دفن کړي وای..

    متأسفانه د طالب مدیریت هیڅ دی، هیڅ ..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب