جمعه, مې 10, 2024
Homeسپورتافغان کرکټ ټیم د اسیايی لوبو نیمه پایلوبې ته ووت

افغان کرکټ ټیم د اسیايی لوبو نیمه پایلوبې ته ووت

تاند (چهارشنبه، د میزان ۱۲ مه) د چین په هانګژو کې په اسیايي سیالیو کې د افغانستان د کرکټ لوبډلې د دغو لوبو د تېرې دورې اتلې سریلانکا ته ماتې ورکړه.

سریلانکا ته په دې شل اوره سیالۍ کې د ۸ منډو په توپیر دې ماتې د افغانستان لوبډله نیمه پایلوبې ته ورسوله.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان ټیم په نیمه پایلوبه کې له پاکستان سره مخامخ شي.

په نننۍ مسابقه کې د افغانستان لپاره نورعلي پنځوسیزه پوره کړه او د ده پنځوسیزې مرسته وکړه چې سریلانکا ته ۱۱۶ منډې هدف وټاکي.

د سریلانکا ټول لوبغاړي په داسې حال کې وسوځېدل چې ۱۰۸ منډې یې کړې وې چې ټیټ هدف و.

د افغان لوبډلې کیپتان د دغه هدف په اړه رسنیو ته وویل« موږ ښه هدف و نه ټاکه، مګر په فیلډنګ کې هلکان وځلېدل او خپل توان یې نندارې ته وړاندې کړ.»

قیس احمد ۳ او د افغان لوبډلې کیپتان ګلبدین نایب هم ۳ لوبغاړي وسوځول.

که څه هم د ملي لوبډلې نامتو لوبغاړي لکه راشدخان، مجیب الرحمان، محمد نبي او فاروقي د افغانستان د اسیايي سیالیو په لوبډله کې شامل نه دي خو شهزاد محمدي، چې یو وخت د ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکی و، په دې ټیم کې شامل دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب