یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبهرنیو هېوادونو ته د بې سرپرسته افغان ماشومانو او تنکیو ځوانانو خطرناک...

بهرنیو هېوادونو ته د بې سرپرسته افغان ماشومانو او تنکیو ځوانانو خطرناک سفرونه زیات شوي

تاند:( دوشنبه، د میزان لسمه) په اروپایي هېوادونو کې د پناه غوښتنې تازه ارقام څرګندوي، چې دغو هېوادونو ته پر خطرناکو ناقانونه لارو د بې سرپرسته افغان ماشومانو او تنکیو ځوانانو ورتګ زیات شوی.

ایروپین ټایمز ورځپاڼې، په یوه تازه راپور کې ویلي چې یوازې په جون میاشت کې په اروپایي هېوادونو کې له ۸۳ زرو زیات کسان رسماً د پناه اخیستونکو په توګه  ثبت شوي چې دا د مخکینۍ میاشتې په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښيی.

سرچینه زیاتوي: په دې ډله کې ۲۹۷۵ یې بې سرپرسته ماشومان او تنکي ځوانان دي چې له سوریانو وروسته دوهمه لویه ډله یې افغانان دي. د ایرو سټیټ په وینا د دغو افغانانوشمیر۹۱۰ ته رسیږي.   

په افغانستان کې د بشري ناورین او فقر شدت، بې کاري، د طالبانو لخوا ځپونکي قیودات او د دغو ټولو له امله راتلونکي ته د ځوانانو نهیلي له هېواده د کم ساري فرار اصلي لاملونه ګڼل کیږي.

د دغو ځوانانو پر لار له پرتو هېوادونو وخت په وخت افغان کډوالو سره د ناوړه چلند خبرونه هم ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب چارواکي د افغانستان د وضعیت ښه کیدو ادعا لري او هره ورځ هېواد ته د یو شمېر بهر مېشتو د ستنیدو خبر ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب