یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله به زر د افغان ځوانانو «د فکري او اقتصادي...

ملا هبت الله به زر د افغان ځوانانو «د فکري او اقتصادي اصلاح» طرحې د عملي کیدو امر وکړي

تاند( دوشنبه، د میزان لسمه) د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معینیت لپاره د طالبانو د رژیم واکمن یونس راشد وایي، چې د افغان ځوانانو د « فکري او اقتصادي اصلاح» لپاره یې طرحه جوړه کړې او خپل لوی مشر ملا هبت الله ته استولې ده.

د هغه په وینا، دغه طرحه به زر د نوموړي لخوا تایید او د عملي کیدو امر یې وشي.

په دغه طرحه کې د ولسوالیو په کچه د ځوانانو د استازو ټاکل، د هېواد په کچه د ځوانانو انسجام، د دوی د افکارو بدلون او ورته د تعلیمي فرصتونو رامنځته کول شامل ښودل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د ټاکنو خلاف دي او هغه څه، چې دوی یې د ځوانانو د افکارو اصلاح بولي، منتقدان یې پر افراطیت د ځوان نسل د ورګډولو خطرناکه هڅه یادوي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره دوی په پرله پسې ډول ادعا کړې، چې د جمهوري نظام پر مهال بهرنیانو د خلکو ذهنونه او افکار منحرف کړي، خو د طالبانو یو شمېر منتقدان دا ډول څرګندونې افغانانو ته سپکاوی بولي او وایي طالبان څرګندوي، چې د بدلیدو د ټولو تبلیغاتو برعکس یې دوی بدل شوي نه دي او د پخوا په شان له فکري تنوع سره مخالف دي.

3 COMMENTS

  1. ملا خینزیر د او ځان اصلاح کړی له سوری دی راوځی او ځوان نسل ته دی ځان ښکاره کړی بیا دی فرمان ورکړی ملا خینزیر لکه نه بلکه بدعمله انسان مخ دیوال ته کړی کونه خلکوته

  2. ملا کرنیل هبټ ته د خدای تعالی هدایت وکړي ، چې اول خپل ځان او بیا ملا حس څه شی غواړې ، ملا نډیم او ملا حکیم ځانونه اصلاح او انسانان شي .

  3. ملا خنزیر د اوسني عصر سره ځوان کهول متناسب مترقیتوب ته فکري خرابتیا وایې، دوی یوځل بیا هڅه کوي افغانان د ډبرو پیر ته بوځي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب