شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ازبکستان ولسمشر وايي، د قوش تېپې کانال به د منځنۍ اسیا...

د ازبکستان ولسمشر وايي، د قوش تېپې کانال به د منځنۍ اسیا د اوبو سیستم اغېزمن کړي

تاند (جمعه، د سنبلې ۲۴مه) د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په لومړي ځل په زغرده پر خپل هیواد او منځنۍ اسیا په افغانستان کې د قوش تېپې بند د جوړېدو پر اغېزو خبرې وکړې.

ده نن د ارال جهیل د ژغورنې بسپنې د بنسټګرو هیوادونو په سرمشریزه کې وویل:«دا کانال به د منځنۍ اسیا د اوبو رژیم او انډول بدل کړي.»

ده زیاته کړه:«ښه پوهېږئ چې افغانان په فعال ډول د دې کانال په جوړولو کار کوي، د هغه جوړېدا په منځنۍ اسیا کې د اوبو سیستم او تعادل په اساسي ډول بدلوي.»

د ازبکستان ولسمشر د طالبانو په ګډون د منځنۍ اسیا د هیوادونو له تحقیقاتي موسسو سره یوځای د قوش تېپې کانال د جوړېدو او د امودریا د اوبو پر رژیم د هغه د اغېز د ټولو اړخونو د ارزولو لپاره د یوې ګډې کاري ډلې د جوړېدو وړاندیز ضروري وباله.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د قوش تېپې کانال د جوړولو چارو ته زور ورکړی دی.

د طالبانو په وینا، د قوش تېپې کانال په پروژه کې نژدې ۵ زره ۵۰۰ تنه شپه او ورځ په کار بوخت دي.

له ۳ زره ۳۰۰ ډېرو بلدوزرونو او نورو وسایلو څخه د دې کانال په کیندلو کې کار اخیستل کېږي.

دا کانال په هره ثانیه کې له امو سین څخه ۶۵۰ مترمکعب اوبه انتقالولی شي.

د دې کانال اوږدوالی ۲۸۵ کیلومتره، پلنوالی ۱۵۲ متره او ژوروالی له اته نیم تر دوولس نیم متره پورې دی.

د دې پروژې د بشپړېدو په صورت کې به په بلخ، جوزیان او فاریاب ولایتونو کې ۵۵۰ زره هکتاره مځکه خړوبه شي.

په داسې حال کې چې د منځنۍ اسیا هیوادونه له پیړیو راهیسې د امو سین له اوبو په اوبه لګونې کې کار اخلي، افغانستان د دې سین څخه تقریباً هیڅ استفاده نه کوي. دا په داسې حال کې ده چې د منځنۍ اسیا هیوادونو په خپل منځ کې د اوبو ونډه وېشلې خو له افغانستان سره یې هیڅ مشوره نه ده کړې.

2 COMMENTS

  1. ظالمو او جابرو ګاوندیانو زموږ د ښکلی او له طبیعی زیرمو ډک هیواد څخه ناجایزه او چورکونکی او غلا کونکی ګټه د پردی پالو خایینو افغانانو په مټ تل ګټه او مفته استفاده کړیده اوس نو هغه وخت رارسیدلی چی بس ورته وویل شی او نور هغه وختونه او هغه خاینانو ته دتل لپاره دپای تکی دی چی خپل وطن ته غداران دی او دهغی ورځی په انتظار چی یو عمری عدالت ته راکش کړای شی

  2. سلامونه،
    دا خامکله ګوره ؛ تاسو چې دا څو سوه کلونه د مشترک آمو دریا څخه استفاده کوله ، هیڅ یو افغان درباندې اعتراض و نکړ؛ځکه تاسو ته روس جوړ کړی او اوس هم د روس په موږي مستي کوئ!!! که ته ې که ترکمنستان او که تاجیکستان
    .منافق روس هم لس ۱۵ کاله افغانستان کښې تیر کړل یو د برق سیستم ې جوړ نکړ همدا رنګه امریکا ناټویانو؛؛
    اوس چې اَ اِ اُ له تیرو تجربې اغستلو سره د خپلې خاورې آبادولو لپاره ملا تړلې ده ؛ فارسیان هلته د هلمند اوبو ته خولې وازې نیولي او د دې پر ځای چې دپخوانیو غلاوو او ذخیرو او پر قطر او اماراتو د افغان اوبو د تجارت حساب ورکړي …؛ دغه دي ګاوڼډیان او مسلمان؛ دوی چې هر وخت څو اړخیزی غوڼډې کوي د خپلو ګټو او څټو لپاره؛ نه د افغان ولس دحق لپاره!
    آپرین پراَ اِاَُِ بیداره او ویښو مشرانو او صفوفو چې د اقتصاد اساسي ستنو ته ېې پام شوی او شپه ورځ کار کوي او ځوانان ې پکار اچولي. هاغه یو څو داخلي ستونزې هم که ژر تر ژره حل کړي ؛ بې له دې چې د ایبټآباد او جي اچ قیو ته منتظرسي ېه!
    وزبکستانیانو ته دې څوک ووايي اول تاسې دخپل ګوډاګي ۲ستم!! غُل ټول کړئ چې افغانستان او ترکیه ې چټل کړل
    د لسهاوو زره ط. شهیدانو وینو حساب ورکړئ چې وینې به ېې اورال جهیل ته رسیدلې وي.
    د افغانستان دریو خواوو ته تش په نامه همجواران دې خدای اول هدایت او انسان کړي؛ که نه کېږي تباه تباهي او بدترین دې کړي.آمین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب