شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبانو د یوې بهرنۍ موسسې ۱۸ غړي نیولي

طالبانو د یوې بهرنۍ موسسې ۱۸ غړي نیولي

تاند (جمعه، د سنبلې ۱۴مه) طالبانو په غور ولایت کې د یوې بهرنۍ ناحکومتي موسسې ۱۸ غړي نیولي دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د نړیوال مرستندوی ماموریت (The International Assistance Mission) په نوم موسسې نن وویل چې طالبانو د دوی اتلس کارکوونکي چې بهرنیان هم پکې شامل دي، نیولي دي.

اسوشیتید پریس وايي، له کله چې طالبان واک ته رسیدلي، بهرنۍ موسسې زیاتې څارل کېږي.

نړیوال مرستندوی ماموریت وايي چې د دوی کارکوونکي روانه میاشت په دوو جلا وختونو کې په غور ولایت کې د دوی له مرکزي دفتره نیول شوي او کابل ته بېول شوي دي.

دې موسسې په یوه بیان کې د خپلو کارکوونکو د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه کړې او ویلي:«موږ په هغو شرایطو نه پوهیږو چې له کبله یې دا پېښې شوي او نه د نیول کېدو دلایل راته ویل شوي دي. موږ ته د خپلو همکارانو امنیت او ورسره ښه چلند مهم دی، او هر هغه ممکن کار کوو چې د دوی د خوندي او ژر خلاصون سبب شي.»

اسوشیتید پریس وايي چې د طالبانو د حکومت چارواکي په دې موضوع د څه ویلو لپاره ونه موندل شول.

خو ځايي رسنیو وویل چې د غور د والي ویندوی عبدالوحید حماس وویل چې په نیول شویو کې یو امریکايي تبعه هم شامل دی او دا کسان د عیسویت د تبلیغ په خاطر نیول شوي دي.

خو نړیوال مرستندوی ماموریت موسسې، چې په سویس کې ثبت ده، ویلي چې یوازې په افغانستان کې کار کوي.

5 COMMENTS

  1. مسئله دا نه ده چی د یو دین د تشهیر تبلیغ د غندنی وړ دی که د ستائنی بلکه مسئله دا ده چی غربی – مسیحی نړی له یوی خوا د اسلامی نړی ځوانان دیته هڅوی چی د دین خصوصاً اسلام په وړاندی بغاوت وکړی خو له بلی خوا په سل ګونو میلونه ډالره مصرفوی چی په غیر مسیحی سیمو کی مسیحیت تبلیغ او خپور کړی البته په افغانستان غوندی هیواد کی د اوسنی طالبی حکومت متحجرانه کړنی هم د اسلام په وړاندی د ځوانانو افکار او دینی عقائد د تردید او تشکیک ویرانوونکو منګولو ته سپارلی دی چی د طالب ددی جفاکارانه کړنو جرم او ګناه د مسیحیت د مبلغینو تر جرم او جفا کمه نه ده.
    مسیحیت که دومره جوهر او جذابیت لری ( چی په ګومان ئی خدای او عیسی علیه السلام ته خدمت کوی ) نو لومړی دی خپله مسیحی ټولنه اصلاح کړی کومه چی په فساد کی تر غاړی غرقه ده.

  2. دغه عمل د طالبانو زه منم، له اروپایي خلکو نه افغانستان پاک کړئ او لمړی تر ټولو له سویس نه، د دوی کار او عمل پرته له خرابکاري او جاسوسي بل کار نه دی، د اسنادو پر بڼسټ په هرې محکمې کې زه به اسناد او شاهدان حاضر کړم۰ سویس د سی آی ای او آلمان جاسوس:

    https://www.google.com/search?q=swiss+the+cia+and+bnd+spy&oq=swiss+the+cia+and+bnd+spy&gs_lcrp=EgZjaHJvbWUyBggAEEUYOTIHCAEQIRigATIHCAIQIRigATIHCAMQIRigAdIBCjMxNDY0ajBqMTWoAgCwAgA&sourceid=chrome&ie=UTF-8

  3. جالبه داده چې همدا مسلمانان غرب کې د اسلام ښکاره تبلبغ کوي او هر ځای جوماتونه جوړوي
    دینونه ټول دروغ دي. مسلمانان خپلو دروغو ته په نورو برتري ورکوي

    • ګهیځ صاحب دا ټکی نه دی توضیح کړی چی آیا د ادیانو شتون دروغ دی او که ئی ماهیت او څرنګوالی؟
      انسان فطرتاً دین خوښوونکی دی چی البته د تعبد بڼی ئی توپیر سره لری ( لکه څنګه چی انسان فطرتاً د ظلم او تجاوز خلاف دی خو د یو څو ظالمانو شتون الزاماً د انسانی فطرت د نقض معنی نه لری).
      په غرب کی مسلمانان دځانو لپاره مسجدونه جوړوی خو مثلاً په ” غور ” او ” کابل ” کی د چا لپاره د پټو کلیساګانو د جوړولو هڅه کیږی؟

  4. دا دخینزیرانو ډلی داسی اعمال شروع کړی چی خلک په خپله له اسلام نه زړه توری کيږی او نورو ادیانو ته مخه کوی خبره دا ده چی افغانستان تقریباً ۸۵٪ بیسواده دی او اوس خو ۱۰۰ ٪ ته رسیږی چی دی خینزیرانو د تعلیم دروازی تړلی دی دوم فقر اوس کفری نړی ته ډیره ښه موقع برابره شوی چی خلک بدون له کوم تبلغ او زحمت نه مسلمانان ګمرا کړی د دۍ ټولو مصیبتونو مسوول همدا خینزیران دی چی د اسلام دین ته یې ډیر غټه ضربه ورکړی ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب