جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبان له یو شمېر سیاسي څېرو سره د خبرو لپاره اندونیزیا ته...

طالبان له یو شمېر سیاسي څېرو سره د خبرو لپاره اندونیزیا ته پلاوي لېږي

تاند: (یکشنبه، د زمري ۲۹ مه )  راپورونه وایي، چې د طالبانو یوه پلاوي د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د افغانستان یو شمېر سیاسي فعالانو سره د خبرو تابیا کړې ده.

 ویل کیږي، چې د دغه پلاوي مشري د طالبانو د حکومت د اوبو او بریښنا وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم کوي.

  د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې ټول تر دېرشو پورې کسان برخه اخلي.

کاوون کاکړ، عمر صمد، اصیلا وردګ، فاطمه ګیلاني، احسان ضیا، عبدالقیوم سجادي، ویس برمک، ګلالۍ صافۍ، خدیجه مهدي او ایوب عرفاني د دغې ناستې د یو شمېر ګډونوالو سیاسي فعالانو نومونه یاد شوي.

ویل کیږي، چې فاروق اعظم سره د طالبانو په پلاوي کې فیض محمد ځلاند، جعفر مهدوي او یو شمېر نور طالب پلوي کسان ملګري دي.

د طالبانو خبري سرچینو او په راپور کې ذکر شویو نومونو تراوسه د دغو خبرو د څرنګوالي، دقیق وخت او نورو مسایلو په اړه څه نه دي ویلي.

3 COMMENTS

  1. دا ټولې اپړې دوپړې دي قدرت د ملا هیبت الله ځناور په لاس کې دی ، طالبان به خپل لواطت کوي او دانو په غلا شویو دالرو عیش او عشرت !
    ملت خوار ذلیل په ګیډه وږۍ دی او طالبان اوس د جنت دداخلیدو ټيکسونه ورکوي !

  2. که داسی وویل شی چی د تالبانو د خیاطانو یو پلاوې د خبرو لپاره اندونیزیا ته روان دي نو په ځای خبره به وي.
    دا خلک د تالبانو خیاطان او بوټپاکان دي او د همدې هدف لپاره يی لیږلي دي.
    هغه متل دی وايی کولی شی چی د یو ځل لپاره ټول خلک تیرباسی او همدغه راز د ټول وخت لپاره ځنی خلک تیر باسی خو دانشی کولی چی ټول خلک همیشه لپاره تیرباسی.

    تالبانو په افغانستان کی د واکمنۍ راپدیخوا د دایمي ثبات او د افغانو د ښیرازۍ لپاره کوم مثبت ګام ندی پورته کړی بلکه ورځ تر بله هغه افغانان هم ناهیلي کیږي چی تالبانو سره يی خپل امیدونه تړلی وو.

  3. دا شخص مستقیمآ د شیطان انګلیس له خوا تربیه شوۍ دی ، نوموړی د انګلیس استوګنی وخت کښی خورا نیږدی اړیکی د شیطان انګلیس سره درلودل !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب