جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeداسې هم شتهپه اروپا کې د ایسکریم مصرف زیات شوی

په اروپا کې د ایسکریم مصرف زیات شوی

تاند- په اروپا کې د ایسکریم مصرف زیات شوی، خو د کوم هیواد خلک تر نورو ډیر ایسکریم خوري؟

د اروپايي رسنیو پر اساس، د وروستیو ارقامو له مخې، د دې لپاره چې سږ کال د نورو کلونو پرتله هوا توده ده او لا هم توده څپه دوام لري، په دې لویه وچه کې د ایسکریم تولید او مصرف په زیاتېدو دی.

د یوروسټېټ د معلوماتو پر اساس، د اروپايي اتحادیې غړیو هیوادونو په ۲۰۲۲ کې ۳ اعشاریه ۲ میلیارد لیتره ایسکریم تولید کړ چې ارزښت یې تر ۶ ملیارد یورو واوښت.

دا د وړم کال پرتله ۵ سلنه زیات و.

په همدې موده کې اروپايي اتحادیې بهر ته نژدې ۲۵۰ میلیون کیلو ایسکریم صادر کړی چې تر پخوا ۲ سلنه زیات و.

په اروپايي اتحادیه کې په ۲۰۲۲ کال تر ټولو ډیر ایسکریم په جرمني کې تولید شوی، ورپسې په جنوبي اروپا لکه فرانسې او ایټالیا کې ډیر ایسکریم تولید شوی او خوړل شوی دی.

د جرمني ایسکریم د اروپايي اتحادیې د نورو هیوادونو پرتله ارزانه و. د هر کیلو بیه یې په متوسط ډول یو نیم یورو و، ورپسې د فرانسې او ایټالیا و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب