Homeخبرونهملایعقوب: په ټول توان د جګړو د تکرار د مخنیوي هڅه کوو

ملایعقوب: په ټول توان د جګړو د تکرار د مخنیوي هڅه کوو

تاند: (یکشنبه، د زمري ۲۹ مه )   د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي، دوی په خپل ټول توان سره هڅې کوي چې افغانستان بيا د جنګ جګړو او تاريکیو لوري ته ور ونه ګرځي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس لیکلي، چې هغه دا خبره پرون له پخواني برېتانوي ښکېلاک څخه د افغانستان د ازادۍ د ۱۰۴ مې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې کړې ده.

دغه طالب چارواکي نه دي ویلي، چې په افغانستان کې د جګړو د بیا تکرار اندېښنه لري کنه؟

د طالبانو د واکمنۍ له دوه کلنۍ سره، د دوی یو زیات شمېر مخالفان د خبروله لارې د افغانستان د ستونزو له حل څخه نهیلي ښکاري او وخت په وخت یې ځینې مطرحې څېرې د جګړې خبرداری ورکوي.

طالبانو مخکې دا ډول خبرداري بې ځایه تبلیغات بللي، خو منتقدان یې باور لري چې که طالبان د واک انحصار او نه مشروعیت، د خلکو او په خاص ډول د ښځو د حقونو نقض او د افراطي کړنوله دوام سره د نړیوال تعامل نا ممکن توب ته دوام ورکړي، پایلې به یې خطرناکې او مسوولیت به یې د دوی پر غاړه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...