Homeخبرونهافغان لوبغاړي رضایي د تکواندو د نړیوال فستیوال اتلولي وګټله

افغان لوبغاړي رضایي د تکواندو د نړیوال فستیوال اتلولي وګټله

تاند: (یکشنبه، د زمري ۲۹ مه ) د افغانستان د تکواندو لوبغاړيمحسن رضايي د تکواندو د نړیوال فستیوال اتلولي وګټله.

دغه لوبغاړي د جنوبي کوریا په کوربه توب د تکواندو د نړیوال فیستیوال په لوبو کې د پاکستان، جنوبي کوریا او د نړیوال فدراسیون د کډوالو د ټیم لوبغاړي مات کړل او د سرو زرو مډال یې وګاټه.

محسن رضايي چې په ۵۸کیلو وزن کې لوبیږي په ټیمي برخه کې هم د افغانستان په ګټه د جنوبي کوریا دوه لوبغاړي مات کړل.

هغه دوه اوونۍ وړاندې هم د جنوبي کوریا په کیم اونیونګ سیالیو کې د نقرې مډال ګټلی وو.

تمه ده د تکواندو د نړیوال فیستیوال په پاتې لوبو کې د افغانستان دوه نور لوبغاړي حکمت الله زین او محمد اشرف شکران د مغلستان او پاکستان په وړاندې لوبې وکړي.

په وروستیو کې په کور دننه له سیاسي او بشري ناورین سره – سره افغان لوبغاړي پر نړیوال ډګر ښه ځلیږي او خپل هېواد ته ویاړونه ګټي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...