Homeخبرونهد خپلواکو خبریالانو ټولنې د څو افغان خبریالانو پر نیول کېدو اندېښنه...

د خپلواکو خبریالانو ټولنې د څو افغان خبریالانو پر نیول کېدو اندېښنه وښوده

تاند(جمعه، د اسد ۲۰ مه) د افغانستان د خپلواکو خبریالانو اتحادیه وايي چې طالبانو په پکتیا کې د اریانا تلویزون خبریال حبیب الله سراب او په ننګرهار کې د کلید راډیو مسوول فقیر محمد فقیرزي او خبریال جان اغا صالح نیولي دي.

دې اتحادیې د طالبانو له لوري د خبریالانو د نیونو پر دوام اندېښنه ښوولې او ویلي چې د اریانا اوکلید خبریالان پرون نیول شوي دي.

طالبانو تراوسه پورې د دغوړ خبریالانو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د خپلواکو خبریالانو اتحادیې له طالب چارواکو غوښتنه کړې چې د ژورنالستانو او رسنیو قضیې د «رسنیزو سرغړونو د شکایاتو څېړنې کمیسیون» له لارې تعقیب او وڅېړي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ځلونو ویلي چې د خبریالانو په اړه هر ډول شکایت به یوازې د دغه کمیسیون له لارې تعقیبیږي خو له دې سره سره عموماً د طالبانو د حکومت استخبارات په خپل سر د خبریالانو نیونو ته دوام ورکوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپله خبرپاڼه کې همداراز ویلي، په کندوز ولایت کې د سلام وطندار خبریال حسیب حساس هم نن سهار د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.

تر دې مخکې تېره یکشنبه په غزني کې د باختر دولتي اژانس یو خبریال سید وحدت الله ابدالي هم د طالبانو له خوا نیول شوی و.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي ابدالي په داسې تور چې د هغه په خبریالۍ پورې اړوند نه دی نیول شوی او ورڅخه پلټنې روانې دي.   

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...