جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد بې پولې خبریالانو ټولنه، د افغانستان د رسنیو وضعیت تیاره وباله

د بې پولې خبریالانو ټولنه، د افغانستان د رسنیو وضعیت تیاره وباله

تاند (جمعه، د اسد ۲۰ مه) د بې پولې خبریالانو ټولنې ویلي چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په سلو کې ۸۰ ښځینه خبریالانو دندې له لاسه ورکړي او په مجموع کې د افغانستان رسنۍ تباه شوې دي.

دې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې، د افغانستان د رسنیو په اړه د خپل راپور جزییات خپاره کړي دي.

په دې راپور کې راغلي:«د ۲۰۲۱ له اګسته او د طالبانو له واک ته رسیدو راوروسته تر ۸۰ سلنه ډیر افغان خبریالان د دندو پرېښودو ته اړ شوي دي.»

د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کې له نژدې ۱۲ زره خبریالانو څخه څه باندې په درو کې دوو برخو یې کار پرې ایښی دی.

د بې پولې خبریالانو ټولنې ویلي چې دا راپور یې په افغانستان کې د رسنیو د وضعیت په اړه له ګڼو خبریالانو او د رسنیو له فعالانو سره د خبرو پر اساس چمتو کړی دی.

په راپور کې وړاندې ویل شوي:«له ۵۴۷ رسنیو څخه، چې په ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې فعالې وې، تر نیمايي ډېرې، نور نه شته. له ۱۵۰ تلویزیوني چاینلونو څخه تر ۷۰ لږ پاتې دي. له ۳۰۷ راډیوګانو څخه یوازې ۱۷۰ لا هم فعالې دي. د خبري اژانسونو شمېر هم له ۳۱ څخه ۱۸ ته راکم شوی دی.»

د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په سلو کې اتیا ښځینه خبریالانې د دندو پرېښودوته اړې شوې دي.

دا راپور په داسې حال کې خپور شو چې د افغانستان د خبریالانو خپلواکې ټولنې اعلان وکړ چې د طالبانو حکومت په پکتیااو ننګرهار کې د اریانا تلویزیون او د کلید راډیو خبریالان نیولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب