جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد طالبانو بهرنیو چارو وزارت: د بریتانیا یو شمېر علما کابل ته...

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت: د بریتانیا یو شمېر علما کابل ته راغلي

تاند: ( شنبه، د زمري ۷ مه ) د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د بریتانیا یو شمېر مسلمان علما کابل ته راغلي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره یې لیدلي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د لیدنې پر مهال بریتانوي علماوو په افغانستان کې رامنځته شوی بدلون مثبت ګڼلی او د همکارۍ ډاډ یې ورکړی.

طالب وزیر دغو علماوو ته ویلي، چې دوی نړۍ سره مثبت تعامل غواړي.

تېره اونۍ د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې مشر په کابل کې د خپل هېواد د سفارت د بیرته پرانیستلو غوښتنه وکړه، خو وروسته یې د طالبانو په ملاتړ کړې خبرې بیرته واخېستې او پښېماني یې په اړه وښوده.

له څه مودې راهیسې یو شمېر بریتانوي رسنۍ او بنسټونه د طالبانو په ملاتړ خپرونې او اعلامیې لري.

د بریتانیا صدراعظم بیا له طالبانو سره تعامل او د دوی په رسمیت پېژندل له وخته مخکې ګڼلي دي.

1 COMMENT

  1. دا بايد روښانه شي چې څوک درغلي دي؟
    ټوله دنيا که راشي، خو که د ګاونډي ملک په حکومت کې هغه دننه او واکمنه کړۍ يا په نورو ټکو هغه مقتدره حلقه يې چې ونه غواړي هېڅ بدلون به رانشي. د طالب ومجاهد په جوړېدو مو دغه حال شو چې د يوکراين د جګړې د لا ښه مديريت او هم د خپلو جنګي لګښتونو د کمښت په پار افغانستان د هماغه زاړه ښکېلاک پاتې شوني استبليشمينټ ته ورپرېښوول شوی چې تر يو وخته يې اداره کړي. د طالب په شتون کې استقلال نه، بلکې هغې واکمنې کړۍ ته واک ورسپارل شوی او موږ ګواکې له يو نوي استعمار او اسلامي اشغال سره مخ يو. له بده مرغه دا زموږ خپله پړه هم ده چې موږ د زاړه استعمار او د نوي استعمار او ورسره د اسلامي اشغال ترمينځ توپير نه شو کولی، نو اوس پکې ښکېل شو او زموږ په ارګ ورننوتی دې اوس خپل خدای ته بغارې کړي چې له دغه اسلامي اشغاله بې ډزو ډوزه او ځان خوږونې خلاص شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب