تاند: ( شنبه، د زمري ۷ مه ) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي یو ځل بیا د ښځینه ښوونځیو د پرانېستو غوښتنه وکړه.
هغه پرون په کابل کې د عاشورا ورځې د مراسمو پر مهال ویلي، چې د ټولو افغانانو او طبقو پر وړاندې دې له تبعیض پرته د ښوونځیو دروازې پرانېستل شي.
د ده په وینا، سره له دې چې د نجونو د زده کړو په اړه خلکو کې اختلاف شته، خو لویه برخه خلک د دغو زده کړو ملاتړي دي.
ستانکزي زده کړې د ټولو شرعي او مسلم حق ګڼلی، خو نه یې دي ویلي چې ولې او تر کله به د نجونو ښوونځي همداسې تړلي او دوی له لوړو زده کړو هم محروم وي.
په وروستیو ورځو کې د طالبانو یو شمېر نورو چارواکو بیا د نجونو د زده کړو په تړاو پارونکې خبرې کړي، چې خلکو توند غبرګونونه ورته ښودلي.
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، نږدې دوه کاله کیږي، چې افغان نجونې له شپږم ټولګي څخه د پورته زده کړو حق نه لري.
دا موضوع، د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ په یوه لوی جنجال بدل شوی او د طالبانو د منزوي کیدو له اصلي لاملونو ګڼل کیږي.
aabas stanekzai sahib are the best talibs leader/I like him/I have respect to him/
I want long life for him
assalamialikum