Homeخبرونهملاحسن اخند: نړۍ دې د حاکم شوي امنیت په ساتلو کې مرسته...

ملاحسن اخند: نړۍ دې د حاکم شوي امنیت په ساتلو کې مرسته راسره وکړي

تاند: ( شنبه، د زمري ۷ مه ) د طالبانو رئیس الوزرا ملاحسن اخند په یوه اعلامیه کې پر دې خوښي ښودلې، چې د محرم میاشتې د لومړیو لس ورځو د نمانځنې لپاره یې د امنیتي ځواکونو پلان بریالی شوی.

ده زياته کړه: خلکو په تيرو لسو ورځو کې له امنيتي ځواکونو سره په ميړانه همکاري وکړه.

د دې اعلامیې له مخې، د طالبانو په راتګ سره په ټول هېواد کې امنیت تامین شوی او د عاشورا مراسم په سوله ییزه او ډاډمنه فضا کې ترسره شول.

ملا حسن اخند دا هم ویلي، چې ځینې ډلې هڅه کوي په دروغو تبلیغاتو د دوی امنیتي ځواکونه کمزوري وښيي.

ښاغلي اخند ټینګار کړی، چې د ټولو افغانانو فردي، ټولنیز او دیني حقونه د اسلامي شریعت د حکمونو پر بنسټ، د دوی په رژیم کې خوندي دي.

هغه د سیمې او نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې په افغانستان کې د راوستل شوي امنیت ملاتړ او د دوی رژیم سره همکاري وکړي.

د محرم د لسمې مراسم پرون په داسې مهال ترسره شول، چې د کومې امنیتي پېښ خبر نه دی ورکړل شوی.

د طالبانو یو شمېر منتقدانو له دغو مراسمو مخکې، پر دغو مراسمو د وضع شویو یو شمېر محدودیتونو له امله نیوکې کړې وې.

2 COMMENTS

  1. ملا آخوند کګو
    کله چي د جمهوریت نه پاتی وسلی ، موټری،بلډنګونه او نور د ژوند وسایل ختم شی ؛پدی تعلیمی نظام چي باقی او ندیم زیږولی ته نشی کولی خپلو ملیشو ته حتی پنجابی نسوار تولید کړی ؛ دفاعی وسایل ، ماشین آلات ، معاصر تکنالوژی ؛طبی،زراعتی،دفاعی او نور و لپاره هیڅ تصور او پلان نلری
    اوسنی نړۍ کی باعزت ژوند یواځی د دین او علم سره یو ځای کیدی شی ۰
    اوسنۍ طالبی واک تر حقانیه مدرسی ښه دی خو د مسلمان او اوسنی متمدن انسان غوښتنو ته قطعاََ ځواب نشی ورکولی ، دا زما نه، د ټول ملت او امت خبره ده خلاصه ـ فتصبحوا علی ما فعلتم
    نادمین۰
    له بلی خوا دډاسی تعلیم او تربیت سره کرامات هم نه وی ، یواځی بغاری کفایت نکوی۰

  2. کینه سپګنه ته هم دومره شوې چې د نړۍ نوم په خوله اخلې. امنیت تا ندی راوستی مګر افغانان ستړي دي خو ګوره دا خلک به راپاڅي د کوم بل چا په زور نه او نه به یې پنجاب یا امریکا ملاتړ کوي. دوی به د بې روزګارۍ، فقر او تنګدستۍ له امله راپاڅي دوی به د خپلو او میرمنو د حقوقو لپاره راپاڅي او تا به بیرته د تور پنجاب غیږ ته ورشړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...