Homeخبرونهد خواف- هرات پر رېل پټلۍ د توکیو لېږد رالېږد پيل...

د خواف- هرات پر رېل پټلۍ د توکیو لېږد رالېږد پيل شو

تاند: (پنجشنبه، د سرطان ۲۲ مه)  د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هرات ته د سفر او د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ د یوې برخې په پرانیسته کې له ګډون وروسته ویلي، چې پر دغه پټلۍ په رسمي توګه د توکو لېږد رالېږد پیل شوی.

د هغه په وینا، د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ څلورمه برخه به د دغه ولایت صنعتي پارک پورې وغځول شي.

  د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې لپاره د طالبانو چارواکي وايي، هوډ لري چې د اوسپنې پټلۍ ازبکستان او چین هېوادونو سره هم ونښلوي.

د یادې پروژې چارې د جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې چټکې شوې وې، خو چارواکو اوسني واکمن طالبان د پروژې په ننګولو او پرې د بریدونو په سمبالولو تورنول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...