شنبه, مې 4, 2024
Home+د بالیووډ پاچا شاهرخ خان په امریکا کې ټپي شو

د بالیووډ پاچا شاهرخ خان په امریکا کې ټپي شو

داود جبارخیل

د بالیووډ وتلی ستوری شاهرخ خان د امریکا په لاس انجلس ښار کې د یوه فلم د شوتنګ پر مهال ټپي شوی دی.

د بریتانیا انډیپنډنټ ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې شاهرخ خان په لاس انجلس کې د یوه فلم د سیټ پر مهال ټپي شو چې وروسته روغتون ته یووړل شو.

د بالیووډ دغه ۵۷ کلن پاچا د خپلې راتلونکې پروژې د شوټینګ پر مهال په پزه کې ټپي شو.

سرچينې زياته کړې چې شاهرخ خان له پزې څخه د وينې له بهېدو وروسته روغتون ته وړل شوى دى.

د راپور پر اساس، ډاکټرانو وویل چې د شاهرخان ټپ د اندېښنې نه دی او د هغه د وینې د بهیدو د بندولو لپاره به یوه کوچنی جراحي ترسره شي.

سرچينې زياته کړې چې شاهرخ خان له جراحي عملياتو وروسته بېرته هند ته راستون شوى او په آرام دى.

سږ کال له څلورو کلونو ځنډ وروسته شاهرخ خان خپل فلم ‘پټان’ نندارې ته وړاندې کړ چې په باکس آفس کې یې تاریخي بریا ترلاسه کړه.

له پټان وروسته به سږ کال د ده دوه نور فلمونه ‘جوان’ او ‘ډنکي’ هم نندارې ته وړاندې شي.

د جوان فلم ټریلر به د هالیووډ د اداکار ټام کروز فلم “مشن امپوسیبل ډیډ ریکوننګ پارټ ون” سره یوځای خپور شي.

په دې فلم کې به شاهرخ خان دوه ګوني رول ولوبوي چې پکې ناناتارا، وجي سیتوپاټي، سانیا ملهوترا، پریا ماني او سنیل گروور هم په کاسټ کې دي.

د یادولو وړ ده چې د اتلی کمار لخوا لارښود شوی (دایرکت) “جان” به د سپټمبر په اوومه سینماګانو ته وړاندې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب