جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهفیلیپین افغان کډوالو ته د پناه ورکولو په اړه د امریکا غوښتنه...

فیلیپین افغان کډوالو ته د پناه ورکولو په اړه د امریکا غوښتنه رد کړه

تاند: ( چار شنبه، د سرطان لومړۍ)     د فیلیپین د ولسمشر مرستیالې “سارا دوترته” د واشنګټن له هغې غوښتنې سره مخالفت وکړ چې د امنیتي دلایلو له مخې دې هغه ۵۰ زره افغان کډوال چې امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړې ویزې لپاره یې غوښتي وو، خپل هېواد ته انتقال کړي.

سارا دوترته په فلیپین کې د هغو افغان مهاجرو د لیږد بهیر ته په اشارې سره چې د مهاجرت د ویزو غوښتنه یې کوله، په فیلیپین کې پر دغو مهاجرو باندې د تروریستي حملو د احتمال په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

فیلیپیني رسنیو ویلي، چې په فیلیپین کې د افغان کډوالو د موقتي اوسېدو په اړه د امریکا له غوښتنې وروسته د دغه هېواد یو شمېر سیاستوالو غبرګون ښودلی دی.

ویل کیږي چې د فیلیپین د اوسني ولسمشر خور ایمي مارکوس او د دغه هیواد پخواني ولسمشر رودریګو دوترته د فیلیپین له ولسمشر فردینند مارکوس څخه غوښتي چې د افغان مهاجرینو د موقتي اوسیدو په اړه له سره غور وکړي.

د فیلیپین یوه چارواکي د اپوزیسیون سیاستوالو ته ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې افغان مهاجرین به د بشپړ امنیتي چکونو تابع وي او که چیرې امریکا د دوی د مهاجرت ویزې غوښتنلیکونه رد کړي نو ویستل کیږي.

په متحده ایالاتو کې د فیلیپین سفیر جوز ایمانویل رومالدیز تیره اونۍ وویل چې هیواد یې د واشنګټن په غوښتنه د ځانګړي امریکایی ویزې (SIV) غوښتونکو لپاره د موقتي استوګنې لپاره په پلان کار کوي.

په امریکا کې د فیلیپین سفیر څرګنده کړې وه، چې ټول افغان غوښتونکي به یوازې د SIV د غوښتنلیک د پروسې د پرمخ بیولو په موخه په فیلیپین کې وي او که د دوی غوښتنلیک رد شي، په دغه هېواد کې د پاتې کېدو حق به نه لري.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، امریکا څه باندې سل زره افغانان خپلې خاورې ته ولېږدول، خو سلګونه زره نور پناه غوښتونکي، چې په امریکا کې د پناه اخیستو په شرایطو برابر دي، په پاکستان، متحده عربي اماراتو او یو شمېر نورو هېوادونو کې د کیسونو د پروسس لپاره یې انتظار کوي.

2 COMMENTS

  1. افغانانوته نړيوال اوس داسى په سپکه سترګه ګورى چى فليپين هم چى دغوماشو دلاسه سړى پکښى ليونى کيږى لا داحتمالى افغان مهاجرو دايستلو خبرى کوى

  2. د هیبتې او حقاني ځناورو د ترهګریزو جزا او زور بې ګناه افغانانو ته رسیږي. فلپین چې اکثرآ سپینان د عیاشي لپاره ورځي هم د افغانانو له منلو انکار کوي. افغانان البته له هیبتې او حقاني ځناورو پرته تل د ترهګریزو بریدونو قربانیان دي. چړي ملا عمر له عربي ترهګرو ډالر واخیستل او په پایله کې دې وتښتید او افغانان امریکایانو بمبارد کړل. تر هغو چې د پنجاب او خرڅ سوي ملا په ځاې افغانان ابتکار د عمل په لاس کې وانخلي دا به ډیره ستونزمنه وي چې افغانان د شیرازي خاوندان سي. الله ج دي وکړي چې د ما خبرو د اسلام ضد مفهوم پورته نسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب