دوشنبه, مې 13, 2024
Home+د هند او امریکا د ستراتيژيکې ملګرتیا نوی فرصت لیکوال: آقامحمد...

د هند او امریکا د ستراتيژيکې ملګرتیا نوی فرصت لیکوال: آقامحمد قریشي

 

له هغه وروسته چې چین په منځني ختیځ کې خپلې ډيپلوماتیکې هڅې پراخې کړې، امریکا په ویره کې ده چې د سعودي په ګډون به یې د منځني ختیځ مهم هېوادونه له لاسه ووځي او د چین غېږې ته به ولوېږي. په داسي یوه اړین وخت کې چې له یوې خوا امریکا له افغانستان څخه لاس ختلی او چین ته یې خپله تر ټولو نږدې نظامي اډه، بګرام له لاسه ورکړی، بل لور دغه هېواد د اوکراین پر سر له روسیې سره په لانجه کې ښکېل دی.

په منځني ختیځ کې د چین د ډيپلوماتیکو هڅو له پراختیا سره امریکا هڅه کوي چې د مخنیوي لپاره یې هند ته ځان نږدې کړي او له دې لارې د چین هڅې وننګوي.

چین د ایران او سعودي د اړیکو د ښه کېدو منځګړیتوب ته ور دانګلي. د روان زیږدیز کال د اپریل پر ۶مه، د ایران او سعودي د بهرنیو چارو وزیرانو له اوه کلن ځنډ وروسته د چین په منځګړیتوب له یو بل سره وکتل. دې ته ورته، چین ته د فلسطیني ولسمشر، محمود عباس د سفر پر رمهال د چین د ولسمشر، شي جین پېنګ له لوري د هغه تود هرکلی وشو. له دې جوتېږې چې چین یواځي د ایران او سعودي پر منځګړیتوب نه تم کېږي، بلکې غواړي د فلسطین او اسرائیلو د اږدې تاریخي لانجې منځګړیتوب هم وکړي.

چین په منځني ختیځ کې په یوه بېله ډيپلوماتیکه تګلاره لاس پورې کړی، غواړي د منځنګړیتوب د سیاست له لارې د منځني ختیځ په سیاسي او امنیتي مسائلو کې ښکېل شي. منځنی ختیځ د امریکا او چین دواړو لپاره مهم دی.

امریکا د سړې جګړې له پیله منځني ختیځ ته ډېره پاملرنه کوي او هڅه یې داده چې د سعودي په ګډون د سیمې اړین هېوادونه یې پر لار ورسره ولاړ شي. په دې سیمه کې د امریکا د نفوذي ګټو ترڅنګ، د تېلو پر صادروونکو هېواونو کنټرول، په ډالرو د تېلو راکړه ورکړه، د وسلو پلور او نور اقتصادي مسائل یې هم په لومړیتوبونو کې راځي. دې ته ورته چین هم له اوږدې مودې راهیسي په منځني ختیځ کې خپلې اقتصادي ګټې لټوي.

چین د ۲۰۰۵ز څخه تر ۲۰۲۲ز کال پورې په منځني ختیځ کې ۲۷۳ میلیارد ډالر پانګونه کړې چې په دې کچه بل هیڅ هېواد پانګونه نه ده کړې (Aljazeera, 2023). له دې ښکاري چې چین د سیاسي او امنیتي هڅو ترڅنګ، غواړي د منځني ختیځ د پرمختګ په بهیر کې د چین ونډه پراخه او له دې لارې د خپل هېواد لپاره اقتصادي ګټه وکړي.

د روان ۲۰۲۳ز کال له مارچ میاشتې راهیسي، کله چې چین د سعودي او ایران ترمنځ منځګړیتوب وکړ، د امریکا اندېښنې یې څو چنده کړي او په منځني ختیځ کې د چین د دلچسپۍ له زیاتېدو سره د امریکا په کانګریس او رسنیو کې د امریکا لپاره ددې کار د زیانونو په اړه بحثنونه خورا تاوده شوي دي.

د هند لومړی وزیر، ناریندر مودي د سه شنبې په ورځ، د روان کال د جون ۲۰مه، امریکا متحده ایالتونو ته د ولسمشر جو بایډڼ په ځانګړې بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی. مودي د خپل سفر په پیل کې رسنیو ته ویلي و چې دا سفر یې د دواړو هېوادونو د ملګرتیا د پیاوړتیا او د تنوع د بډاینې لپاره یو فرصت دی او ټینګار یې کړی و چې دواړه هېوادونه به د نړیوالو غبرګونونو پر وړاندې په ټینګه و درېږي (Hindustan Times, 2023). نوموړی به د دغه سفر پر مهال له ولسمشر بایډن سره د لیدنې ترڅنګ په کانګریس کې وینا وکړي او په نیویارک کې به د ملګرو ملتونو په دفتر کې د یوګا د نړیوالې ورځې (International Day of Yoga) په لمانځغونډه کې هم ګډون وکړي.

ښايي هند او امریکا دواړه په تازه هڅو کې یو بل ته ډېر نږدې شي، خو دا به ناشونې وي چې هند له روسیې څخه په بشپړه توګه مخ واړوي، د امریکا لپاره خپل بهرنی سیاست بدل او د اوکراین په جګړه کې د امریکا طرفداري وکړي.

هغه مهال چې امریکا په دوحه کې له افغان طالبانو سره د سولې په خبرو بوخته وه، د هند په پرتله د واشنګټن ډېر تمایل د پاکستان لور ته و، ځکه نو څو پرلپسې کلونه د امریکا متحده ایالتونو او هند اړیکې ډېرې ګرمې نه وې.

امریکا تل د هند او پاکستان ترمنځ د اړیکو په انتخاب کې له احتیاط څخه کار اخیستی. اوس چې پر اوکراین د روسیې له یرغل سره چین د منځني ختیځ ډيپلوماسۍ ته پاملرنه زیاته کړې ده، امریکا د چین ستر سیال، هند ته د ملګرتیا لاس ور اوږد کړی. که امریکا له هند سره نږدې همکاریو ته دوام ورکوي، له دې سره ښايي د پاکستان اندېښنې هم څو چنده شي.

امریکا په منځني ختیځ کې د چین له هر ډول هڅو څخه ویره لري. د دغه هېواد د دفاع وزارت د جون پر ۵مه ویلي و چې له افغانستان او عراق څخه له وتلو وروسته یې بیا هم د منځني ختیځ په بېلابېلو سیمو کې ۳۰۰۰۰ امریکايي ځواکونه مېشت دي او په وینا یې چې غواړي دې سیمې ته به ژمن پاتې شي.

دا چې هند او چین تاریخي سیالان دي او لانجه یې تاریخي رېښې لري، په منځني ختیځ کې د چین له ډېرې ښکېلتیا سره واشنګټن هند ته د ملګرتیا لاس اوږد کړی او هڅه کوي چې هند په دغه بده ورځ کې د ملګرتیا لاس ورکړي. که څه هم هند تل په لویو مسائلو کې محافظه کار سیاست خپل کړی او هڅه کوي چې په نړیوالو شخړو کې بې طرفي وښيي، تر دې دمه هند پر اوکراین د روسیې د یرغل په اړه بشپړه بې طرفي اختیار کړې ده، خو دا ځل له یوه خورا مهم انتخاب سره مخ کېدونکی دی. که امریکا د ستراتيژيکې ملګرتیا لاس ورکړي، د نظامي وسلو په برخه کې همکارۍ ورسره پراخې کړي او د پاکستان په پرتله هند ته ډېره ترجیح ورکړي، ښايي هندیان له دغه وړاندیز څخه سمه ګټه پورته کړي.

روسیې پر اوکراین د ۲۰۲۲ز کال په اپریل کې یرغل وکړ، عمومي نظرونه دا وو چې ښايي دغه زبر ځواک به اوکراین په اوونیو کې تر ستوني تېر کړي، خو دا هرڅه په بل مخ واوښتل، پر اوکراین د روسیې د یرغل کال اوړي، خو لا ددې جګړې د برخلیک خبره نه ده معلومه. امریکا او ملګري یې ورځ تر بلې اوکراین ته په ملاتړ ورکولو کې پاتې راځي.

بل لور، امریکا په هغه هڅه کې چې چین د ټایوان د نیولو لپاره له نظامي لارې کار واخلي، ناکامه شوې ده، خو ښايي له هند سره د ملګرتیا په چاره کې تر یو بریده بریالۍ شي، ځکه په دې برخه کې د دواړو لوریو لېوالتیا او ګټې نغښتي دي.

هند دلچسپي لري چې امریکايي پانګوال او شرکتونه په هند کې پراخه پانګونه وکړي. له هغه وروسته چې اپل شرکت ایفون-۱۴ (Iphone-14) په هند کې تولید کړ، تازه د ټیسلا مشر، ایلن ماسک ویلي چې شرکت به یې په هند کې د برېښنايي موټرونو د تولید کار پیل کړي.

هند په تېرو پنځو کلونو کې د ۱۳ میلیارده ډالرو په ارزښت له روسیې څخه وسلې ترلاسه کړي دي او ښايي په راتلونکو کلونو کې د ۱۰ میلیارده ډالرو نورې وسلې هم ترې واخلي (The Economic Times, 2023). که څه هم هند له روسیې سره ښې اړیکې او ستراتيژيکه ملګرتیا لري، خو د امریکا له لوري د هند لپاره د اړیکو د پراختیا تازه فرصت، دا هېواد له لاسه نه ورکوي. هند هڅه کوي چې د پاکستان او چین سره د شخړو له کبله هم له امریکا سره نږدې ستراتېژيکې اړیکې ولري او په دې کار سره د هند هغه خوب رښتیا کړي چې یوه ورځ به د نړۍ تر ټولو پیاوړی اقتصادي ځواک جوړېږي.

د ۲۰۲۳ز کال په اپریل کې هند (۱.۴) میلیارده نفوس په لرلو سره له چین څخه مخکې شو. چین تېرې درې پرلپسې پېړۍ د نړۍ تر ټول لوی نفوس لرونکی هېواد و (The New York Times, 2023). هندي سیاستوال په ځانګړې توګه ډيپلوماټان د خپل هېواد د راتلونکي لپاره یوه ډېره روښانه نقشه په لاس کې لري، هغوی تل هڅه کوي، هر چېرې چې د هند ګټې وي، هماغلته په ډېره ماهرانه توګه ځان بوخت کړي او دا ځل به په دې کار سره له امریکایانو هم ډېره ګټه وکړي.

د هند پخوانیو سیاستونو ته په کتو، جوتېږي چې دا هېواد به له امریکا سره ملګرتیا وکړي، خو په نړیوالو شخړو کې به هيڅکله خپل بې پرې دریځ له لاسه ورنکړي او هڅه به یې دا وي چې هم د خپل هېواد لپاره ګټه وکړي او هم د اوکراین په څېر لویو لانجو کې ښکېل نشي.

په لویدیځ کې د نړیوالو اړیکو ځینې کارپوهان په دې باور دي؛ هند ته چې امریکا کوم څه ورکولی شي، هغه روسیه او اروپايي هېوادونه نشي ورکولی، ځکه نو د هند د ملګرتیا لپاره دا مهال تر ټولو ښه انتخاب د امریکا سره ستراتيژيکه ملګرتیا ده چې ښايي هندیانو هم پر دې کار باندې بشپړ غور کړی وی.

د امریکا او هند د ملګرتیا پراختیا به ښايي د چین پر هڅو تر یو بریده اغېز ولري، خو په منځني ختیځ کې د چین هڅې هیڅکله نشي ناکامولی او نه هم هند علاقه لري چې له چین سره یې د امریکا په خوښه شخړه یو ځل بیا را تازه شي. دې ته ورته، هند نه غواړي پر اوکراین د روسیې په جګړه کې طرف ونیسي. د پایلې په توګه، د امریکا او هند د ملګرتیا په نوو هڅو کې به هند مخکښ او د خپل هېواد لپاره به ډېره ګټه وکړي. امریکا به د دغې ملګرتیا لپاره اقتصادي بار پرې کوي او له پاکستان سره به یې اړیکې د لنډې مودې لپاره د پخوا په څېر تودې نه وي.

د لیکوال لنډه پېژندنه:

کابل مېشتی لیکوال، آقامحمد قریشي د سیاسي مسایلو په ځانګړې توګه د نړیوالو اړیکو په اړه لیکنې او څېړنې کوي. هغه په نړیوالو اړیکو کې ماسټري لري او وروستۍ څېړنه یې د (سیمه ییزه همپالنه) تر سرلیک لاندې بشپړه او خپره کړې ده. نوموړی د جمهوري نظام پر مهال په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د بهرنیو اړیکو د رییس او له هغه وروسته د جمهوري ریاست په چارو اداره کې د سیاسي چارو د متخصص په توګه دندې ترسره کړې دي.

 

 

 

 

 

 

1 COMMENT

  1. د قریشی صاحب د محتاطانه تحلبل څخه په مننی سره عرض کړم چی:
    د هند هیواد که څه هم د حکومتی سیسټم له نظره د نړی لویه دموکراسی ګڼله کیږی خو د افراطی خبیثو هندوانو انفرادی افراطی کړنی ( د مسلمانانو په وړاندی ) د سختی غندنی او کرکی وړ دی او ممکن د هند دموکراسی ته سخته صدمه ورسوی.
    امّا اصل مطلب:
    د امریکی هژمونی د تضعیف او کمزورتیا په حال کی ده او ګومان نه کیږی چی هند غوندی ستر هیواد دی ستر قمار ته لاس ور واچوی ( د امریکی سره ستراتژیک تړون را منځته کړی) ځکه:
    هند کافی اندازه انژی نلری او مجبور دی چی د چین – روس – ایران – منځنی آسیا – عربی یا فارسی خلیج او حتی پاکستان د محور سره ځان عیار کړی څو د اړتیا وړ انژی ( ګاز او تیل) تر لاسه کړی ضمناً د ( BRICS ) په پراخه پروژه کی د هند د ګډون اقتضاء دا ده چی د ” ډالر ” نړیوال سلطنت کمزوری کړی ( بریکس = برازیل -روسیه – هند – چین — جنوبی افریقا) .
    بناً هند ته به مشکله وی چی هم بریکس او سیمه ایزه پراخه انډیوالی وپالی ( ګټه تری واخلی) او هم د امریکی سره د ستراتژیکی انډیوالی پروسه وپالی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب