جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالب رژیم بیا د پاکستان او TTP د منځګړتوب چمتووالی وښود

طالب رژیم بیا د پاکستان او TTP د منځګړتوب چمتووالی وښود

تاند: ( چار شنبه، د سرطان لومړۍ)   د طالبانو د رژیم ویاند “ذبیح الله مجاهد” نن یو ځل بیا وویل، که اسلام اباد وغواړي، د دوی رژیم به د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ په خبرو کې منځګړیتوب وکړي.

تر دې مخکې د پاکستان پوځ ته نږدې یوې خپرونې ایکسپریس ټریبیون راپور ورکړی و چې د قبایلي مشرانو یوه پلاوي د پاکستان او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د بیا پیلولو لپاره د کابل د هڅو په لړ کې د تحریک طالبان پاکستان له مشر سره وکتل.

مجاهد په دې اړه وویل: که پاکستانی لوري له موږ څخه د منځګړیتوب غوښتنه وکړي او موږ ږپوهیږو چې زموږ منځګړیتوب اغېزمن دی، بې له شکه به یې ترسره کړو. ځکه چې دا د سیمې په ګټه ده او موږ غواړو چې په سیمه کې جګړه نه وي.

هغه پر دې ټکي له ټینګار سره، چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې موجودیت نه لري څرګنده کړه: موږ له تحریک طالبان پاکستان سره هیڅ ډول تماس نه لرو ، نه مالي او نه نور ملاتړ ورڅخه کوو او نه په افغانستان کې د فعالیتونو اجازه ورکوو.

  پاکستاني چارواکي وايي، د دغه هېواد په تګلاره کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او اسلام اباد نور د پاکستان له تحریک طالبان سره د خبرو غوښتونکی نه دی.

ایکسپریس ټریبیون د یوه پاکستاني چارواکي له خولې ویلي، چې اسلام اباد د خبرو د بیا پیل لپاره واضح شرط ایښی او د هر ډول خبرو د پیلولو لپاره باید د تحریک طالبان پاکستان غړي لومړی خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او تسلیم شي.

دغې پاکستانۍ خپرونې همداراز ټینګار کړی، چې د خبرو اترو د تېرو پړاوونو د ناکامۍ له امله به پاکستان له تحریک طالبان سره مستقیمې خبرې ونه کړي او که په راتلونکې کې خبرې اترې وشي، د افغان طالبانو له لارې به ترسره شي.

پاکستان ادعا لري،چې د طالبانو رژیم پاکستاني طالبانو ته په افغانستان کې ځای ورکړی او دوی له هغه ځایه پاکستان ګواښي.

طالب رژیم دا ادعاوې تل رد کړي دي.

دغه رژیم، مخکې یو ځل د پاکستان او پاکستاني طالبانو د مذاکراتو کوربه توب وکړ، خو مذاکرات ناکام شول.

1 COMMENT

  1. WHY TALIBS DO NOT KNOWS ABOUT POLITIC/PAKISTAN I POLITICIAN ARE SMART.
    PAKISTAN WANT TO PROOVE THAT ;TTP DO ACTIVITY IN AFGHANISTAN.
    BETWWE PAKISTAN AND TTP PEACE IS NOT POSSIBLE. BECAUSE TTP ARE PUKHTOONS AND PAKISTAN IS AGAINST ALL PUKHTOONS
    PAKISTAN WILL SHOW TO THE WORLD AFGHANISTAN KEEP TERRORIST AGAINST PAKISTAN.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب