Homeسپورتاحمد شاه پکتین د کرکټ نړیوال جام لوبڅار ټاکل شوی

احمد شاه پکتین د کرکټ نړیوال جام لوبڅار ټاکل شوی

تاند:( چار شنبه ، د جوزا ۱۷ مه )   د افغانستان کرکټ بورډ د لوبڅارانو د ډلګۍ غړی احمد شاه پکتین د ۲۰۲۳ کال کرکټ نړیوال جام د غوراوي پړاو سیالیو لپاره د لوبڅار په توګه ټاکل شوی دی.

کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نوموړی نن د زمبابوې په لور روان شو چېرې چې د روان کال د یو ورځنیو سیالیو د نړیوال جام لپاره د لسو لوبډلو ترمنځ د غوراوي پړاو سیالۍ ترسره کېږي.

ټاکل شوې دغه سیالۍ به د روانې جون میاشتې په ۱۸مه نېټه پیل او د راتلونکې جولای میاشتې تر ۹مې نېټې پورې به په زمبابوې کې روانې وي.

د کرکټ مینه والو پر دې پریکړې خوښي ښودلې او افغانستان ته یې ښه لاسته راوړنه ګڼلې ده.

افغان کرکټ بورډ د طالبانو له واکمنیدو سره- سره په نړیوال ډګر کې ښې لاسته راوړنې لري او مینه وال یې خوښ دي، چې طالب رژیم هم په دې برخه کې مرستندوی تمام شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...