جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د سردردۍ د مخنیوي طبیعي لارې

د سردردۍ د مخنیوي طبیعي لارې

ژباړه: مینه احمد

سردردي یوه داسې عامه ستونزه ده چې ځیني کسان هره ورځ ورسره مخامخ کېږي او زیاتره بیا په اوونۍ کې یوه یا څو ورځې له دې ستونزې کړېږي. سردردي بېلابېل ډولونه هم لري.

که څه هم د سردرد لپاره بېلابېل ډوله درمل هم شته، خو دلته یې طبیعي لارې هم درښیو، ځکه طبیعي لارې تر درملو غوره او کم جانبي عوارض لري.

  • اوبه وڅښئ: په بدن کې د اوبو کموالی د سردردۍ لامل کېږي. څېړنو ښودلي چې په بدن کې د اوبو کموالی د سردردي لامل کېږي، نو که چېرته ستاسو سردرد هم له همدې امله وي نو د اوبو له څښلو وروسته به مو له څو دقیقو تر دریو ساعتونو پوري د سردرد مکمل ښه شي.
  • الکول مه څښئ، یا یې کم کړئ: (دا برخه د لوېدیځوالو لپاره ده) ځیني وخت په هغو کسانو کې چې دوامداره الکول څښي، د سردرد لامل یې کېږي. نو غوره ده چې څښل یې بند کړل شي او یا هم کم کړل شي.
  • خوب مو پوره کړئ: د خوب کموالی د بدن لپاره د نورو ستونزو تر څنګ د سردردي لامل هم کېږي. څېړنو په ډاګه کړې ده، هغه کسان چې په ۲۴ ساعتونو کې تر ۶ ساعته کم خوب کوي دوامداره سردردي لري. خو ډېر خوب هم بیا د سردردي لامل کېږي. نو تاسو باید هره ورځ له ۷ تر ۹ ساعتونو پوري خوب وکړئ، چې ډېر مناسب خوب بلل کېږي.
  • د اړتیا وړ غوړي وکاروئ: هغه غوړي چې له طبیعي بوټو څخه جوړ شوي وي غوره درمل دي.
  • ويټامین بې کمپلکس تجربه کړئ: ويټامین بې ډله د محلولې موادو مهم مغذي مواد دي چې په بدن کې ډېر مهم رول تر سره کوي. د بېلګې په ډول؛ د عصابو له لېږدوونکو سره مرسته کوي تر څو خوراک په انرژۍ بدل کړي. همدارنګه ځيني ويټامین د سردردي مخه هم نیولای شي. څېړنې په ډاګه کوي چې د ویټامین ډي ډله چې ټول اته ګروپه لري، د بدن د نورو برخو تر څنګ د سردردي لپاره هم بې خطره او ګټور دي.
  • د اوبو په یخي ټوټې سره د سر درد ارام کړئ: کله چې تاسو په سر باندې یو لمده یخه ټوټه ږدئ، نو هغه د التهاب د کموالي او د عصابو په رګونو کې د ویني د جریان د تېزوالي لامل کېږي، چې دا ټول د سر درد کموي.
  • سم خوراکي ریژیم وټاکئ: تاسو باید خوراکي ريژيم منظم کړئ او هغه څه چې د سردردي لامل مو کېږي باید له خوارکي ريژيم څخه یې وباسئ.
  • چای یا کافیئن لرونکې قهوه وڅښئ: هغه څښاک چې کافیئن لري لکه چای او کافیئن لرونکې قهوه، کولای شي د سر درد کم کړي. کافيئن د خلکو د اخلاقو، خوصلې او هوښیارۍ په ډېرولو کې هم مرسته کوي. که تاسو غواړئ چې د سردردي په وخت کافیئن وکاروئ، نو زیات مه کاروئ، ځکه د بل هر څه په څېر که کافیئن هم زیات وکارول شي زیان لري.

1 COMMENT

  1. مازرت یا معذرتد غواړم چه خپل نظر د یوې اوږدې ۲۷ کاله تحقیقاتو پر بڼسټ د دردوُنو بڼ په هکله څو کرښې ولیکم:
    زه د ماشین آلاتو انجنیر او مخترع د څو ماشینونو یم او یوه اختراع مې یونسکو ته وبښله. زه په تاریخ د طابت کې اول کس په نړۍ کې یم چه د زیروح وجود مې د میخانیک او داینمیک فزیک یعنی «کنیتیک او کینماتیک» پر بڼست مطالعه او تحقیقات وکړ او وروسته له ۲۷ کالوونو نه مې کتاب شروع کړ چه ولیکم او اول قسمت یې د دوهؤ امریکایي داکترانو له خوا ادیت شو او د دغې پر بڼسټ مې په ۱۹۹۹ کال کې د زیوریخ د طب فاکولتې ته ولیکل او سمدستي د ۱۹۹۹ کال د نوومبر په شلمه نېټه کې مې دو ساعته سیمینار ورکړ چه بې څاری د طبابت په تاریخ کې وبلل شو، د زیروح وجود یو حرکي وسیله ده! چه څومره وخوځېګي یا حرکت وکړي، سالم پاتې کېږي، خو  ژوندانه کې تغییر راغلی او ورسره روغتیایي تاوتریخوالی. خپل سیمینار سره مې په ۵۳ رره  تیسسوونو او تحقیقاتو باندې مې چه خلکو له ۱۹۵۲ کال نه ورباندې دکترا لاس ته کړي ؤ، ټول مې بې ارزښته کړل! دوه ورځې وروسته یو داکتر جانسن له امریکې نه راته تلفون یې راکړ چه پام کوه چه اروپایي داکتران دې وژني! وبښئ چه قصه مې اوږده کړه ، خوغوښتل مې چه ووایم چه د ماشین آلاتو انجنیر له سر درد او نورو دردوُنو سره څه کار؟، چه د خندا وړ دی! خو دا کیسه یا قصه اوږده ده. ، وروسته له دې چه ماته د ۱۹۷۳  کال کې په کابل کې د سویس، پاکستان، تاجکستان او خپله د کابل استخباراتو له خوا زهر راکړ شو، خو بیا هم اولنی زیروح یم چه له دغه زهر نه ژوندی ووتلم!، زما داکتران دوه امریکاییان او هم کمال سید په نامه ؤ چه دی په پاریس او داکتر کارلتن جانسن ۹۳ کلن  په ریچمند د امریکې کې لا ژوندي دي. خو پنځه میاشتې په دواړو لاسوونو او پښو کې سر تر آخره فلج او بې حس ؤم. زه د غنم د کار پر مقابل له ۱۹۷۱ نه را په دې خوا تر ۱۹۷۳ پورې د وچ کلي په وخت کې آمر ؤم او ۷۰۰ زره تنه غنم مو توزیع کړل، خو ډېر سختګير ؤم او د شپې او ورځو له خوا په مڼډو ؤم چه خیانت ؤنشي او افغانستان مرسته ورکونکو ته کم رانشي او زما مسءولیت د افغانستان او امریکې دولت په مقبل کې ؤ. دغه علت ؤ چه ځينې حاکمان او والیان او د کابل استخبارات خپلو ګټو له پاره زه یې نابودولم۰ ظاهرشاهي دوره وه! راځم بېرته اصل مسءلې ته د دردوُنو د علتوُنو پر بڼسټ لڼډ ووایم او اصلي چاره چه قطعا دوا یا چای او قهوې ته ضرورت نشته او اساسي چاره څه ده!
    اوس ۸۲ کلن یم او تر حده سالم، سربېړه له دې چه ۲ په سلو کې مې ۱۵ تر شل مزي یا عضلات وچ او پنځو مزیو باندې پوه شوم چه وشکېدل! خو مې قسم کړی چه ۱۲۰ کاله سالم ژوند وکړم!:
    * دټولو دردوُنو علت مزیو یا عضلاتو پورې اړتیا لري چه د ملا، اوګو، ځنګانه یا اوُګو او سر او غاړې کې مینځ ته راځي، د دغو دلیل یا علت د مزیو یا عضلاتو سلامتتیا پورې تړلي دي او همدې له پاره مې د ملا د دردونو له پاره عملیات منع کړ، ومنل شو خو شفاخانې او داکترانو د ګټو پر ضد ؤمنل شو او پټه دښمني ماسره.
    پخوا له دې چه د سر درد تداوي له پاره دلته ولیکم، غواړم چه په دې ورځو کې یو کست یو تیوب ته ورکړم چه څرنګه خلک کولای شي ځانونه سالم ؤساتي.
    د سر درد او ورسره شخ د غاړې مزي در څو بېلو مزیو یا عضلاتو پورې اړ دي! 
    کمبود د غذا په مزیو یا عضلاتو کې، یعنې کمبود د ویتامینونو، مینرالونه خصوصا مګنیزیم دی! چای سخت مضر شی دی، متیازې زیاتوي او غنډ ویتامینونه او مینرالونه له وجود نه باسي او قهوه فشار زیاتوي او عین کار پېښېږي!
    اوبه دې پر که پسې وچکل سي او د غاړې او اوږو او د شا مزي یا عضلات بایدې وموښودل شي یا مساژ ورکړ شي!
    خصوصاً چه مګنیزیم کم شي او ورسره نور مینیرالونه یا املاح یا مالګې، نه مشهوره مالګه، خو ورته هم کم ضرورت وي. یو سان ډوډۍ خوړل بې له سبزی جاتو یا مېوې، خامخا دا دردونه هر چېرې پیدا کېږي، ځکه د دغو موادو کمښت د مزیو یا عضلاتو د شخېدل سبب ګرځي!
    په طبعي اوبو کې دا ټول ضروري املاح یا مینرالونه شته خو چه اوبه ووېشول شي، ټول املاح یې رسوب کوي او هغه اصلي ګټه د اوبو له مینځه ځي!
    بل دا چه کله چه په سر یا غاړه یا پر اوږو  خوله راشي، کم یا ریات یا دا قسمتونو باندې شمال ولګېږي او یا یخ شي نو مزي یا عضلات ورسره شخېږي نو بایدې زر تر زره ګرم وساتل شي او هم ومښل شي!
    بل دا دی چه که چېرې لږ بار اوږې باندې واچول شي او یا بې ترتیبه خوب، نو توازن د مزیو یا عضلاتو کې له مینځه ځي، ځينې عضلات اوږدېږي او ځينې یې شخېږي یا کش پکشې پیدا کېږي او بد يې دا ده چه ، په پښتو دا لغت *بیلک شانه* باندې نه پوهېږم چه څه نوېږي، د دې بې ځایه کېدل نو دایمي سردردي مخې ته کوي. دا به هم په کست کې وښیم چه سړی دې څرنګه هره ورځ څو سانیو له پاره ځان زوړند کړي یا هخ کسان چه اوږه جګوي، هغو ته دې مراجعه وشي!
    د ورځې کم له کمه ۲-۳ لیتره اوبه څکل
    مختلف سبزیجات نیم خام خوړل
    مېوې
    خو پوهېږم او دا درد راسره ده چه خلک دودۍ له پاره توان نه لري او مېوې او سبزجات له کومه واخلي، چاره څه ده. دا بدې ورځې پر موږ د وطن او ناموس پلوروونکو له خوا تنبولې شوي دي، چاره څه ده! د خلکو درد زما درد دی!
    غلطي په لیک کې مې معاف کړئ!
    ګلوُنه
    زمری کاسی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب