جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهطالبانو بیا خپل جنجالي رسنیز مدافع «جنرال مبین» نیولی

طالبانو بیا خپل جنجالي رسنیز مدافع «جنرال مبین» نیولی

تاند:( سې شنبه ، د جوزا ۱۶ مه )  راپورونه وایي، چې د طالبانو ځواکونو په کابل کې د خپل رژیم مشهور جنجالي رسنیز مدافع مبین، چې په « جنرال مبین» مشهور دی، نیولی.

د نوموړي د نیول کیدو دلیل نه دی معلوم، خو طالب پلوو رسنیزو فعالانو یې پر نیول کیدو توند غبرګون ښودلی.

د طالبانو مشهور لندن مېشتي رسنیز مدافع سید بلال فاطمي ویلي، چې طالبان د خپلو داسې پلویانو له نیولو سره څرګندوي، چې ان په خپلو لیکو کې هم نیوکه کوونکي او اصلاح غوښتونکي نه شي زغملای.

مبین، چې په « جنرال مبین» مشهور دی، اکثره وخت په ټولنیزو رسنیو او رسنیزو بحثونو کې د طالبانو د رژیم په پلوۍ د دوی مخالفان ښکنځي او د طالبانو ستاینې کوي.

هغه څو ځله د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته نیول شوی، خو بیا یې د نیول کیدو دلیل نه دی ښودل شوی.

دغه طالب مدافع د دوی له بیا واکمنیدو وروسته، څو میاشتې په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندان ویاند و.

مبین په یوه تازه مرکه کې ویلي وو، چې د ژوند تر ټولو لویه پښېماني یې د طالبانو په رژيم کې کار کول و.

د هغه په وینا، طالبانو تراوسه د هغه د دندې معاشونه نه دي ورکړي.

مبین یو ځل په کندهار کې هم له هغې وروسته نیول شوی و، چې دغه ولایت ته د سفر پر مهال یې د طالبانو له مخ پټي مشر ملا هبت الله سره د لیدنې ټینګار کړی و.

د هغه د نیول کیدو خبرونه په داسې مهال دي، چې طالبان د خپلو منتقدو څېرو پر نیولو منکر دي.

د دوی منتقدان وایي، طالب رژیم د خپلو مدافعانو وړې نیوکې نه شي زغملای او بندیانوي یې، د منتقدانو د نیولو خبرونه خو یې سل په سله ریښتیا دي.

1 COMMENT

  1. مبین تر اوسه یې د غو ځناورو لپاره نو ر خلک ښکنځل، اوس هغه وخت را رسیدلي چې د خپل سوډرتوب لپاره په زندان خپل ځان شپه او ورځ وښکنځئ!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب