Homeخبرونهد ازبکستان د بې کیفیته تېلو د بیرته ستنولو خبر ورکړل شو

د ازبکستان د بې کیفیته تېلو د بیرته ستنولو خبر ورکړل شو

تاند:( یکشنبه ، د جوزا ۱۴ مه )  د سټنډرډ ملي ادارې لپاره د طالبانو چارواکي وایي، چې ازبیکستان هيواد ته یې ۶ واګونه بې کيفيته پټرول    بېرته مسترد کړي دي.

د يادې ادارې وياند عاشق الله وزيري ويلي، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې دومره اندازه بې کيفيته تېل بېرته ازبیکستان ته مستردېږي.

وزيري زياته کړه، چې په دې وروستيو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جديت د بې کيفیته تېلو د واردولو د مخنيوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

نوموړي له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه وکړه، چې هيواد ته با کيفيته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.

سرچینه زیاتوي، يادې ادارې له دې وړاندې هم لسګونه ټانکره بې کيفيته نفتي توکي او هايدروليک بېرته اړوندو هيوادونو ته مسترد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...