شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهد نړۍ ۷ صنعتي هېوادونو هم له طالبانو د ټول ګډونه حکومت...

د نړۍ ۷ صنعتي هېوادونو هم له طالبانو د ټول ګډونه حکومت غوښتنه وکړه

تاند:( یکشنبه ، د غویي ۳۱ مه  )   د نړۍ د اوو صنعتي هېوادونو مشرانو د خپلې ګډې غونډې د پای په اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره د افغانانو په مشرۍ د باور وړ، ټول شموله ملي خبرو اترو کې د ګډون لپاره ګامونه واخلي.

د یادو هېوادونو مشرانو د جاپان په هیروشیما ښار کې له ګډې غونډې وروسته په یوه اعلامیه کې وویل: “موږ پر طالبانو غږ کوو چې د باور وړ، ټول شموله او د خلکو په مشرۍ په ملي خبرو کې د ګډون لپاره مهم ګامونه پورته کړي چې د ټولو افغانانو استازي پکې ګډون وکړي.”

دغو مشرانو په دوامدار ډول د افغانستان د ثبات او د دغه هیواد د بشري او اقتصادي وضعیت د خرابیدو په اړه د ګواښونو په زیاتیدو اندیښنه څرګنده کړه.

د دوی په اعلامیه کې راغلي: «موږ پر طالبانو غږ کوو چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو ودرېږي او ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد د ګواښلو یا برید، د تروریستي اعمالو د پلان او تمویل او یا د پناه ځایونو د برابرولو لپاره نه کارول کېږي.

 سرچینه دغه راز په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض مسئلې ته تم کیږي او وایي “موږ د طالبانو له خوا د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د سیستماتیک سرغړونې په وړاندې خپل سخت مخالفت څرګندوو او د نه منلو وړ پرېکړو د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه کوو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې.”

طالبانو د یادې اعلامیې او غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.

طالب ویاندویان معمولاً خپل رژیم ټول شموله او د ټولو افغانانو استازی بولي، خو د بشري حقونو د نقض تورونه ردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب