جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهخصوصي پوهنتونونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي

خصوصي پوهنتونونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي

راپور: خاطره نوري

۲۸ اپريل ۲۰۲۳

په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو ټولنه وایي چې په هیواد کې له ۳۵ تر ۴۰ خصوصي پوهنتونونه  د تړل کیدو له کواښ سره مخ دي

د دې ټولنې ویاند محمد کریم ناصري وایي هر کال یوازې په کابل کې په کانکور کې نږدې ۳۵ زره کسانو برخه اخیسته خو سږ کال دا شمېر ډېر راښکته شوی دی.

هغه وویل: “ هر کال یواځې پلازمینه کابل کې د کانکور په ازموینه کې ۳۵ زره کسانو برخه اخیسته خو سږ کال دا شمېره ۷ زره کسانو ته ټیټه شوې او تر دې دمه په ټول هیواد کې ۵ پوهنتونونه (د افغانستان پوهنتون په کابل، البرس په بلخ او دری نور پوهنتونونه هم په کابل کې) تعلیق شوي او د دې لړۍ په دوام له ۳۵ تر ۴۰ پوهنتونونه د تړل کیدو له کواښ سره مخ کړي“.

ښاغلی ناصري وايي  چې سږ کال د کانکور په ازموینه کې د ګډونوالو په شمیر کې اویا سلنه کموالی راغلی، او دلیل یې د نجونو د زده کړو په وړاندې د طالبانو بندیزونه او زده کړو ته د انګیزې نشتوالی یادوي.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي بیا وايي د خراب اقتصادي وضعیت له امله نه توانیږي چې خصوصي پوهنتونونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د کابل ښار اوسیدونکی احمد وایي “ د دولسم ټولګي څخه فارغ یم او دولتی پوهنتون ته د کانکور په ازموینه کې ناکام شوم خو څه کار او وظیفه نلرم چې وکولی شم خصوصي پوهنتون کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم”

نوموړی وایی په دې شرایطو کې که دولتي پوهنتونونو ته هم زده کونکي کامیاب شي څه ګټه نکوي ځکه ټولو خپله روحیه له لاسه ورکړې او په آرام ذهن سره خپلو درسونو ته ادامه نشي ورکولی.

د کابل ښار د یوه خصوصي پوهنتون زده کړیاله چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخيستل شي، وایي “ د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بندیز موږ له نامعلومه راتلونکي سره مخ کړي یو؛ موږ غواړو چې زده کړې وکړو، زه په یوه خصوصي پوهنتون کې د حقوقو د پوهنځۍ محصله وم خو طالبانو تر امر ثاني پورې پوهنتونونه وتړل او زما هیلې چې غوښتل مې یوه مدافع وکیله شم له خاورو سره خاورې کړل”

د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسولین هم مني چې د پخوا په پرتله یې د محصلینو شمېر کم شوی دی.

په کابل کې د شرق لوړو زدکړو خصوصي موسسې رئیس احسان الله لودین وایي: “پر ښځینه زده کوونکو د زده کړو بندیز په خصوصي پوهنتونونو کې په روان کال کې د تیرو کلونو په نسبت د زده کړیالانو جذب خورا راکم کړی، چې له امله یې زیاد شمیر د لوړو زده کړو بنسټونه له اقتصادي ستونزو سره مخ دي؛ که دا چاره دوام وکړي او د ښځینوو پر زده کړو دروازې بندې پاتې شي زیاد شمیر خصوصي پوهنتونونه به وتړل شي”.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو حکومت د تیر میلادي کال په دسمبر میاشت کې د نجونو پر لوړو زده کړو بندیزو ولګاوه او د سږ کال په کانکور ازموینه کې یې د دوی د ګډون مخه هم ونیول شوه.

که څه هم د طالبانو دا پرېکړه په هیواد کې دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه، خو د نجونو د زده کړو پر وړاندې د طالبانو په دریځ کې څه بدلون رانغی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب